ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

میدان‌وردګو د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

author avatar
28 Aug 2022 - 15:34
میدان‌وردګو د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ
author avatar
28 Aug 2022 - 15:34

میدان‌ښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، پرون په کابل کې د ۷ ولایتونو د تکواندو ټيمونو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې او د دغه ولایت ټيم دویم مقام خپل کړ.

د یاد ولایت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه دوه ورځنۍ سیالۍ د تکواندو ملي فدراسیون له خوا د هېواد د خپلواکۍ اخیستلو د ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت ترسره شوې.

سرچینې ويلي، په یادو سیالیو کې د کابل، میدان وردګ، بغلان، کندوز، بدخشان، غزني او ننګرهار لوبغاړو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، د کابل ټيم وتوانېد چې په یادو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړي.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.