ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت سرپرست: پاکستان باید اجازه ورنه کړي چې هوایي حریم یې د افغانستان پر خلاف وکارول شي 

د دفاع وزارت سرپرست: پاکستان باید اجازه ورنه کړي چې هوایي حریم یې د افغانستان پر خلاف وکارول شي 

author avatar
28 Aug 2022 - 17:43
د دفاع وزارت سرپرست: پاکستان باید اجازه ورنه کړي چې هوایي حریم یې د افغانستان پر خلاف وکارول شي 
author avatar
28 Aug 2022 - 17:43

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، د دوی معلومات ښيي چې بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي او پاکستان باید داسې کار ته اجازه ورنه کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد نن (د وږي ۶مه) په کابل کې «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» په غونډه کې د دغه وزارت د تېر یو کال د کړنو او لاسته‌راوړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وويل چې د دوى معلومات ښيي چې بې‌پيلوټه الوتکې د پاکستان له حریمه افغانستان ته راځي او پاکستان بايد ورته اجازه ورنه کړي.

نوموړي دغه‌راز وويل، د دغه وزارت د هوايي ځواک په ځانګړي ډول د تخنيکي او مسلکي برخو په فعالولولو سره تر اوسه له ٦٠ ډېرې ثابتې او متحرکې الوتکې الوتنې ته چمتو شوې او تر دې دمه ١٣٨٠ الوتنې په بېلابېلو موخو لکه اکمالاتو، لېږد رالېږد او د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو لپاره ترسره شوې دي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، د وسله‌وال پوځ شمېر ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او دا مهال د لیکو د تصفیې او نورو ځواکونو د جذبولو لړۍ روانه ده.‎

هغه زیاته کړه: «دغه وزارت تل په اوس او راتلونکي کې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته د بالفعل او بالقوه ګواښونو پر وړاندې جدي، پرېکنده او متناسب اقدامات کړي، د نه لاسوهنې اصل، ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام اصولو ته ژمن دی.»

مجاهد زیاتوي: «موږ اته سرحدي لواګانې لرو چې په هره لوا کې د وسله‌وال پوځ شاوخوا ۳ زره کسان شتون لري او موږ په هر ډول شرایطو کې له خپلې زرې زرې خاورې دفاع کوو.»

هغه زياته کړه: «د ملي دفاع وزارت د مسوولينو په هڅو له ۴۰ ډېر پیلوټان، انجنیران او د هوايي ځواک مسلکي کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر شوي دي.»

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه وزارت هڅه کوي څو هغه چورلکې او الوتکې چې د نظام له بدلون سره ګاونډيو هېوادونو ته لېږدول شوې، بېرته راوګرځوي؛ ځکه دا الوتکې د افغانانو حق دی او د بېرته راستنولو هڅې یې دوام لري.

هغه وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په وروستيو سېلابونو کې بند پاتې زرګونه هېوادوال د امنيتي ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

په ورته وخت کې د هېواد د وسله‌وال پوځ لوى درستيز قاري فصيح‌الدين فطرت په دې غونډه کې وويل، دغه وزارت د هند، روسیې، چین، ایران او د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري ٣٥٥ قلمه درمل، ١١٢ قلمه طبي وسايل، ٥٠ زره دوزه د کرونا واکسين او ٥٠٠ ټنه خوراکي توکي ترلاسه کړي دي.‎

هغه زياته کړه: «د لیکو د تصفیې کمېسيون د ماموريت په پاى ته رسېدو سره ٤٤٨٥ کسان د بېلابېلو دلايلو له مخې له ليکو ایستل شوي او په ټولو مرکزي او ساحوي قوماندانیو کې د څېړنو او ارزونې لړۍ روانه ده.»

هغه څرګنده کړه چې د محکمو په برخه کې، د «مجاهدينو» ۵۳۶۷ دوسيې ارزول شوې او د هېواد په ډېری ولايتونو کې د تښتونو ۱۱۴۲ دوسيې ارزول شوې او له سره څېړل شوې دي.

Views: 369

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.