ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې پر رېنجر چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور ټپیان کړي

کونړ کې پر رېنجر چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور ټپیان کړي

author avatar
28 Aug 2022 - 15:49
کونړ کې پر رېنجر چاودنې یو کس وژلی او پنځه نور ټپیان کړي
author avatar
28 Aug 2022 - 15:49

اسعداباد(پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د کونړ امنیه قومانداني وايي، نن سهار اته نیمې بجې د دغه ولایت په مرکز کې پر یوه رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله يې یو کس وژل شوی او ۵  نور ټپيان دي.

سرچينه وايي چې په ټپيانو کې درې ملکي کسان شامل دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان عبدالحق حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن سهار اته نیمې بجې د غازي‌اباد ولسوالۍ امنیتي مسوولین د اسعداباد ښار ته په یوه رینجر موټر کې روان وو چې د کرهالې په پله کې پرې چاودنه وشوه، درې ملکي او درې امنیتي کسان ټپيان شوي چې وروسته يوه د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.»

ده زیاته کړه چې امنیتي کسان د پېښې ځای ته رسېدلي او د پلټنې پرمهال په تړاو یې څو مشکوک کسان هم نيولي دي.

هغه وویل، له نیول شوو کسانو څخه څېړنې روانې دي.

د ملنګ په نوم یوه عیني شاهد پژواک ته وویل: «سهار اته نیمې بجې وې، موږ د کرهالې په پله روان وو چې څو متره مخکې مو پر یوه رینجر موټر چاودنه وشوه، خلکو یوې او بلې خوا ته منډې کړې، موږ ولیدل چې څو کسان په وینو لړلي پراته وو، وروسته امنیتي کسان راغلل او هغوی يې یوړل.»

بلخوا د اسعداباد ولایتي روغتون یوه روغتیاپال د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل: «د پېښې له ځایه ۷ ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته راوړل شوي وو چې يوه يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.»

د خبر تر خپرېدو د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.