ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنیو چارو وزارت د ۱۳ ملي پروژو د امنیتي قطعو د تشکیل کار نهايي کړی

کورنیو چارو وزارت د ۱۳ ملي پروژو د امنیتي قطعو د تشکیل کار نهايي کړی

author avatar
28 Aug 2022 - 18:49
کورنیو چارو وزارت د ۱۳ ملي پروژو د امنیتي قطعو د تشکیل کار نهايي کړی
author avatar
28 Aug 2022 - 18:49

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د ۱۳ ملي پروژو د امنیت خوندیتابه لپاره د تشکیلاتو جوړول، د نشه‌یي توکو د ۲۹ کارخونو له منځه وړل، د ښوونیزو مرکزونو او یو شمېر غېر فعالو سیسټمونو بېرته فعالول، د یوې لویې اندازې نشه‌یي توکو کشف او ضبط او په تړاو یې د څه باندې ۲زره کسانو نیول د کورنیو چارو وزارت له یو کلنو لاسته‌راوړنو څخه دي.

د کورنیو چارو وزارت معین مولوي نورجلال جلالي نن (د وږي ۶مه) په کابل کې «ولس ته د حکومت د حساب ورکونې» په غونډه کې وویل، د نوي حکومت له جوړېدو راهیسې دغه وزارت د پاسپورټ ورکونې، د ویزو د فیس، د جواز سیر کتابچو، د موټر چلولو د جواز، دولتي ادارو ته د مخابراتي تجهیزاتو د جواز صادرول او نورو سرچینو له لارې څه باندې ۴،۷ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

هغه وويل، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ١٨٤٢ عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو ٢٩ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې، ٢٣٦ کيلوګرامه هيرويين، ٤٧٢٠ کيلوګرامه ترياک، شپږ ټنه چرس، نږدې ٩٠ زره ګولۍ، ۲۶ ټنه کیمیاوي مواد، ۵ ټنه الکولي مشروبات، ۵۳ میله وسلې کشف او ضبط او ۲۲۲۲ کسان نیول شوي دي.

سرچينه زياتوي، د هېواد په اوو ولايتونو (کابل، پروان، کاپيسا، بغلان، بلخ، باميان او غور) کې د لرغونو اثارو د ساتنې قطعې قومانداني د لرغونو اثارو ساتنه کوي او د ٥٣ خصوصي او دولتي ملي پروژو امنيت د عامه ساتنې د ملي تصدۍ له لوري ساتل کېږي چې له دې لارې څه باندې ۱۲۲ میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې دي.‎

هغه زیاته کړه، د هېواد ۱۳ ملي پرمختیايي پروژو د امنیت ساتنې لپاره تشکیل جوړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به د دغو پروژو امنیت د عامه ساتنې ملي اتصدۍ له لوري ساتل کېږي.

هغه زیاته کړه، په یوه کال کې په کورنیو چارو وزارت کې ځیني سیسټمونه، شبکې او اداري سیسټمونه په «اشغالګرو پورې د قوي تړاو» له امله فلج یا غیرفعال شوي وو، خو د داخلي متخصصینو په مرسته د کورنیو چارو وزارت یو شمېر سیسټمونه، شبکې او تعلیمي بنسټونه فعال شوي دي.

سرچينه زياتوي، له دې جملې کولای شو چې د پوليسو د معاش او بشري سرچینو د سيسټم فعالېدل، د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې سيسټم، د پوليسو د اکاډمۍ د قوماندانۍ فعالېدو او نورو نومونه واخلو.

د كورنيو چارو وزارت مرستيال وويل، دغه وزارت د پوليسو ټول ښوونيز او روزنيز مركزونه فعال كړي او په دې موده كې ۳۷۵ پوليس فارغ شوي او دا مهال دندې ترسره کوي او د ملي پوليسو د اکاډمۍ د دويم او درېيم ټولګي ۳۴۳ محصلان په پنځوګونو پوهنځيو کې پر زده کړو بوخت دي.

ده څرګنده کړه،‎ د پوليسو د ١١٩ معلوماتي مرکز په فعالېدو سره د هېواد له بېلابېلو سيمو دغه مرکز ته د ٣٠٦٢ پېښو معلومات رسېدلي چې د اړوندو مسوولينو له خوا تر تعقيب لاندې نيول شوي چې پایله کې یې ٢٢ ماينونونه شنډ شوي، دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو خوشي شوي او ۶۲ غله نیول شوي دي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.