Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیت شورا د روسيې په غوښتنه د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ناسته کوي

امنیت شورا د روسيې په غوښتنه د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ناسته کوي

author avatar
28 Aug 2022 - 10:51
امنیت شورا د روسيې په غوښتنه د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه ناسته کوي
author avatar
28 Aug 2022 - 10:51

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۱): ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روسیې په غوښتنه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته وکړي.

د اسپوتنیک د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۷مه) د افغانستان د وضعیت په اړه یوه ناسته دایره کړي. دغه ناسته د روسیې په غوښتنه تر سره کېږي او پکې د افغانستان «اقتصادي او بشري وضعیت او د امریکا او ناټو د پوځي مداخلې پایلو» په اړه خبرې کېږي.

سرچینه زیاتوي، په دغه ناسته کې په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي مارتین ګریفیث هم توضیحات ورکوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دوشنبې د ورځې په ناسته کې ښايي د شورا غړي په افغانستان کې د روان بشري ناورین په اړه اندېښنه وښيي. دغه‌راز ممکن ځيني غړي یې له نړۍوالې ټولنې وغواړي څو په دغه هېواد کې د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره ډېره بودجه برابره کړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.