Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ: هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ اسیا جام شل اووریزو سیالیو کې هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ په ګډون د اسیا جام شل اووریزې سیالۍ پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې. افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش په ب ګروپ، پاکستان، هندوستان او هانګ‎کانګ په الف ګروپ کې دي.

تېره شپه د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې هندوستان له یوې په زړه‌پورې لوبې وروسته پاکستان ته ماتې ورکړه.

د دې مهمې لوبې پچه هندوستان وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپ‌وهنې بلنه ورکړه، د  پاکستان ټوله لوبډله په شلم اوور کې په ۱۴۷ منډو وسوځېده او هندوستان ته یې د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان له لوري محمدرضوان ۴۳، افتخاراحمد ۲۸ او شهنواز دهاني ۱۶ منډې جوړې کړې، د هند له لوري کمار ۴، پانډیا درې او ارشدیپ سینګ دوه لوبغاړي وسوځول.

د هندوستان لوبډلې یاد هدف له یوې په زړه‌پورې لوبې وروسته په شلم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

د هند له لوري ویرات کوهلي او جدیجا ۳۵، ۳۵ او هردیک پانډیا ۳۳ منډې جوړې کړې، پانډیا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.