فراه ښار (پژواک، ٧ وږى ١٤٠١): د فراه په مرکز کې د نږدې ١٢ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه یاد معلومات د فراه د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.
په خبرپانه کې راغلي چې د اوبو دغه شبکه د فراه ښار په حاجي محمداباد سيمه کې فعاله شوې ده.
سرچينه وايي چې پر يادې پروژې ١١،٨ ميليون افغانۍ لګول شوې چې د ملګرو ملتونو د يونیسف ادارې له خوا ورکړل شوې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له يادې شبکې ٣٣٠ کورنۍ په مستقيمه ډول ګټه پورته کوي خو ٧٠٠ کورنيو ته د اوبو رسولو ظرفيت لري.
بل لور ته د سيمې اوسېدونکي هم د يادې پروژې جوړېدو ته خوښ دي.
د حاجي محمداباد سيمې اوسېدونکي ابراهيم پژواک ته وويل: «مخکي تر دې به مو له لرې ځای څخه د څښاک اوبه راوړلې، اما اوس هر کور ته د نل له طریقه اوبه راځي چې دا خپله لوی سهولت دی.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د فراه ډېرو اوسېدونکو د څښاک اوبو له کموالي او يا هم نشتوالي شکايتونه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP