ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د یوه پُل نړېدو له امله له مرکز او نورو سیمو سره د ګېرو ولسوالۍ لار تړل شوې

په غزني کې د یوه پُل نړېدو له امله له مرکز او نورو سیمو سره د ګېرو ولسوالۍ لار تړل شوې

غزني (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د غزني د ګېرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغې ولسوالۍ یو لوی پل نړېدلی چې له مرکز غزني او نورو ولسوالیو سره یې د دوی لاره تړلې ده.

دا پل د دغه ولایت د ګېرو او قره باغ ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لاره د نواز ګودر په سیمه کې دی چې شاوخوا لس ورځې مخکې سېلاب و نړاوه.

د ګېرو ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي الله محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ پر عمومي لار د نواز ګودر په سیمه کې یو لوی پل سېلابونو ویجاړ کړی چې د دغې ولسوالۍ تر څنګ یې د اب بند ولسوالۍ او د پکتیکا د یحیی خېل، خیرکوټ خانیخېل او وازې خوا ولسوالیو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «څو ورځې کېږي له مرکز غزني سره مو اړیکې پرې شوې، لار بنده ده، ناروغان پر وخت روغتون ته نه شو انتقالولای او تر ټولو سخته دا چې په هټیو کې د ضرورت وړ توکي هم نه پيدا کېږي.»

دی وايي، دغه ستونزه یې له ولایتي ادارې سره شریکه کړې خو تر اوسه اقدام نه دی شوی.

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې هر څه ژر دغه نړېدلی پل و رغوي او خلک له ستونزو خلاص کړي.

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمدشفیع پژواک خبري اژانس ته وویل، سېلابونو د ګېرو ولسوالۍ د لوی پل تر څنګ کوچني پلونه هم ویحاړ کړي چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د نړېدلي پله دواړو غاړو ته خلک بند پاته دي او تګ راتګ نه شي کولای، د لارې د بندېدو له امله په ولسوالیو کې د توکو بیې لوړې شوې دي او خلک یې د اخیستلو توان نه لري.»

دی وايي، که دغه لار ژر خلاصه نه شي، نو خلک به د خوراکي توکو له کمښت او نورو جدي ستونزو سره مخ شي.

د غزني ولایتي ادارې مسوولین د خلکو یادې ستونزې مني او وايي چې د ژر حلولو هڅې یې کوي.

د دغه ولایت والي مولوي محمداسحق اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، سمدستي به په بېړنۍ توګه د لارې د خلاصون لپاره لنډمهاله پل جوړ شي او په راتلونکې کې به د لارې او پل دواړو اساسي غم وخوړل شي.

هغه زیاته کړه: «د ګېرو ولسوالۍ د نواز ګودر سیمې پل شاوخوا ۱۰۰ متره اوږدوالی لري چې د اساسي جوړېدو په موخه مو موضوع له ټولګټو چارو وزارت سره شریکه کړې ده.»

ده یادونه وکړه چې حکومت په یوازې ځان نه شي کولای د ولس ټولو ستونزو ته ورسېږي، په کار ده چې ملي سوداګر او نور خیریه بنسټونه هم په دې برخه کې له دوی سره ودرېږي او مرسته وکړي.

په غزني کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د معلوماتو له مخې، د وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې سلګونه کورونه، پلونه، کارېزونه او په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ شوي دي.

دغه راز سېلابونو په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.