فیضاباد (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱): د فيضاباد ښار اوسېدونکي د دغه ښار په واټونو او کوڅو کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر د پام وړ کمېدو له امله خوښ دي او د هغوى ټولولو کمپاین د دوام غوښتنه کوي چې د مسوولینو په وینا، د دغه ولایت د روږدو درملنې په مرکزونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ ډېر روږدي تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د زمري په ٢٤مه د تېر نظام له سقوط مخکې د فيضاباد ښار په هره کوڅه او سړک په نشهيي توکو روږدي کسان موجود وو او ښاريانو په خپلو سيمو کې د هغوی د شتون په اړه شکايت کاوه او تل يې د ټولولو غوښتنه کوله.
د تېر نظام له پرځېدو وروسته د سرپرست حکومت مسوولینو د روږدو کسانو راټولولو او درملنې خبره کوله او د هغوی درملنه یې خپل لومړیتوب بللی و.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير شفيقالله حفیظي پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس مهال د ښار له واټونو او کوڅو تر ۸۰ ډېر نارینه او ۷۰ راټولې شوې، روږدې ښځې د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي څرګنده کړه چې د تېر نظام له نسکورېدو وروسته د ښار له واټونو لسګونه روږدي کسان راټول شوي، درملنه یې شوې او اوس مهال د ښار پاکولو، کان کیندنې او لاسي پلورونکو په ډول په کار بوخت دي.
د هغه په وينا، امنيتي مسوولينو د پرچون پلورونکو له خوا د نشهيي توکو د پلور مخنيوي لپاره جدي تدابير نيولي؛ په داسې حال کې چې د تېر حکومت پر مهال سوداګرو په ډېره اسانۍ سره د ښار په ګوټ ګوټ کې نشهيي توکي پلورل.
هغه وويل، د درملنې وړتيا بايد لوړه شي، څو د زياتو روږدو کسانو درملنه وشي.
۳۷ کلن شمسالله له دیارلس کلونو راهیسې په نشهيي توکو اخته و او اوس تر درملنې لاندې دی، هغه وايي چې د نااهله ملګرو درلودو له امله یې نشهیي توکو ته مخه کړې ده.
نوموړي روږديتوب يوه بدبختي وبلله او له مسوولينو غواړي چې د روږدو کسانو د درملنې پروګرامونه ډېر کړي او د پرچون او عمده پلورونکو له خوا د نشهيي توکو د پلور مخه ونيسي.
په ورته مهال د فيضاباد ښار اوسېدونکی عتيقالله هم په فيضاباد ښار کې پر نشهيي توکو د اخته کسانو ټولولو له بهيره خوښ دی او وايي، د روږدو کسانو ټولولو پروګرام له پيل مخکې د جنایي جرمونو د موجودیت په اړه د فيضاباد ښاريانو شکايت کاوه.
هغه غواړي چې د روږدو کسانو ټولولو لړۍ ته دوام ورکړي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن