ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عراق پلازمېنې بغداد لاریونونو کې ۳۰ کسان وژل شوي

د عراق پلازمېنې بغداد لاریونونو کې ۳۰ کسان وژل شوي

author avatar
31 Aug 2022 - 01:59
د عراق پلازمېنې بغداد لاریونونو کې ۳۰ کسان وژل شوي
author avatar
31 Aug 2022 - 01:59

اټلانټا (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): د عراق حکومت خبر ورکړی چې په پلازمېنه بغداد کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتو کې ۳۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا کسان د عراق له امنیتي ځواکونو سره په اخ او ډب کې وژل شوي او شاوخوا ۵۷۰ نور ژوبل دي چې دروغتیايي چارواکو په وینا، ډېری یې د شیعه سیاستوال مقتدا الصدر پلویان دي.

په عراق کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه تېره ورځ له هغه وروسته پیل شول چې شیعه سیاستوال مقتدا الصدر اعلان وکړ چې له سیاسته لاس په سر کېږي؛ له دغه اعلان وروسته د هغه پلویانو د حکومت په مقر باندې بریدونه وکړل.

ځایي رسنیو خبر ورکړی چې مقتدا الصدر له خپلو پلویانو غوښتي چې له لاریونونو او تاوتریخوالي لاس واخلي.

بلخوا چارواکي وايي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته په عراق کې وضعیت لږ ارام شوی و.

د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو په عراق کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او ستونزې په خبرو حل کړي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، ایران له عراق سره خپل سرحدونه تړلي او پروازونه یې هم دغه هېواد ته بند کړي‌ دي.

د عراق دولتي‌ ټلوېزیون ویلي چې د سرحدونو تړل کېدو عمده علتونه «نا ارامي او ګرځبندیز» دي. دغه ټلوېزیون له ایرانیانو غوښتي ‌چې عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د ایران او عراق سرحدونه داسې مهال تړل کېږي چې میلیونونه ایرانیانو عراق ته د سپېڅلیو زیارتونو لیدو لپاره د سفر چمتووالی نیولی و. د کربلا زیارت هم په عراق کې دی چې شیعه‌ګانو ته ډېر سپېڅلی بلل کېږي‌ او هر کال یي میلیونونه خلک لیدو ته ورځي.

Views: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.