اټلانټا (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین په افغانستان کې له خپلې شل کلنې جګړې د دفاع کولو ترڅنګ ویلي چې دوی له ځانه د دفاع په موخه دغه هېواد ته ځواکونه لېږلي وو.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان د تبدیلۍ په مناسبت نیول شوو مراسمو کې په داسې حال وکړې چې نن (د وږي نهمه) له افغانستانه د امرېکايي ځواکونو د وتلو يو کال پوره کېږي.
اسټین ويلي چې په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې ځانګړو ځواکونو مهم رول درلود چې د امریکا ولس پرې ویاړي.
هغه زياتوي: «موږ او د ناټو متحدین د دې لپاره افغانستان ته تللي وو، څو افغانان یو ښه راتلونکی ولري.»
د امریکا د دفاع وزیر دغه راز ویلي، کله چې دی په عراق او افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان و، نو هغه مهال ورته معلومه شوه چې ځانګړي ځواکونه مهم ماموریت ترسره کوي.
نوموړي په افغانستان کې د امریکا له جګړې دفاع وکړه، خو دا یې هم وویل چې هلته لا د امریکا کار نه دی تمام شوی.
خو د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې نړۍوال، په ځانګړې توګه امریکا دې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي او فشارونه د مسایلو د حل لار نه ده.
د اسټین په وینا، د سپټمبر له بریدونو وروسته یې ځواکونه د امریکا د امنیت خوندیتوب لپاره افغانستان ته ولاړل؛ ځکه چې القاعده پر امریکا برید کړی و.
هغه زیاته کړه: «هغوی (القاعده) د دا ډول نورو بریدونو پلان هم درلود؛ ځکه چې طالبانو هغه مهال القاعده ته په افغانستان کې خوندي ځالې ورکړې وې.»
خو د امریکا د دفاع وزیر وویل، افغانستان ته د امریکایي ځواکونو له تګ وروسته پر امریکا او یا د نړۍ نورو سیمو کې دا ډول نور بریدونه ونه شول.
اسلامي امارت پر افغانستان د امريکا له بريد مخکې هم ويلي وو او اوس هم وايي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکاروي.
اسټین په افغانستان کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشارې سره ویلي، اوس هم باید امریکا له ترهګرۍ سره پر مبارزې ډېر تمرکز ولري.
د امريکا ولسمشر څه موده مخکې وويل چې الظواهري په کابل کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی، خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې د الظواهري وژل تر اوسه د ادعا په حد کې دي او په تړاو يې څېړنې روانې دي.
اسټین وایي، کله چې امریکایان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د دوو لسیزو ماموریت ته ګوري، نو حتماً په ذهن کې یې شوي لګښتونه او قربانۍ راځي.
نوموړي وویل، دا ډول بحثونو ته باید دوام ورکړل شي او ورته درناوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP