Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات غالۍ‌اوبدونکي له خپلو تولیداتو د حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي

هرات (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۱): د هرات یو شمېر غالۍ‌اوبدونکي د وطني غالیو د پلور او بهر ته یې د صادراتو پر کمېدو اندېښنه ښيي او وايي، له څو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو بازار پیکه شوی او حکومت باید دې برخه کې پر جدی اقداماتو لاس پورې کړي.

غالۍ‌اوبدونکي د دغو لاسي صنایعو د بازار کمرنګه کېدو اساسي لامل د سوداګرو له خوا د پانګونې نشتوالی او دغه­راز د حکومت له خوا بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو د زمینې نه برابرول بولي.

خو د غالۍ پلورونکو ټولنې مسوولین وايي چې سږ کال د تېر په پرتله د غاليو پلور ۳۰ سلنه ډېر شوی دی.

د هرات ولایت یو غالۍ پلورونکی او غالۍ اوبدونکی احمد زبیر، د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار له نه­شتونه شکایت کوي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل، له څو میاشتو راهیسې د غالیو پلور کم شوی او ټول غالۍ پلورونکي خپلې قالینې په ګدامونو کې ساتي.

نوموړي وویل: «زموږ بازار له دې امله کمرنګه شوی چې په داخلي مارکېټ کې بهرنۍ غالۍ پرتې دي چې په ټيټ کیفیت او نرخ سره له ایرانه هرات ته راوړل شوې دي، خو له بده‌مرغه زموږ یوې قالینې ته هم اجازه نشته چې له افغانستانه دې بل بهرني هېواد ته صادره شي.»

د هرات ولایت یو بل غالۍ‌اوبدونکی حاجي صمد وايي چې وطني صنایع لکه ټغر او قالینه، د هېواد دننه ښه بازار نه لري، له همدې امله د افغانستان د لاسي صنایعو ډېره ګټه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته ځي.

په ورته وخت کې، یو سوداګر بشیراحمد هم له پژواک سره په خبرو کې مني چې اوسمهال هیڅ بازار نشته، هغه فرشونه چې دوی یې تولیدوي، تر میاشتو میاشتو په ګدام کې پراته وي.

نوموړی له حکومته غواړي چې دوی ته د صادراتو او بازارموندنې زمینه برابره کړي څو د تولیداتو پلور یې وغوړېږي.

هغه په دې باور دی چې د ولسوالیو او مرکز په کچه هره ورځ په ټولو کارخونو کې په بېلابېلو اندازو سره شاوخوا سل قالینې تولېدېږي چې ډېرکله یادې قالینې چندانې پېر او پلور نه لري او اړتیا ده چې حکومت د په لاس جوړو شویو داخلي قالینو لپاره  د صادراتو زمینه برابره کړي.

له دې سره سم، د غالۍ اوبدونکو ټولنې مسوولین وايي، اوسمهال په لوېديځه حوزه او په ځانګړې توګه په لرې پرتو ولسوالیو کې ډېری خلک او قالین‌اوبدونکي د غالۍ پر اوبدلو بوخت دي؛ خو عاید یې د تېر په پرتله ډېر لږ دی.

د هرات د غالۍ‌اوبدونکو ټولنې رییس رفېع نادري پژواک ته وویل: «زموږ هڅه دا ده چې په راتلونکې کې د داخلي او بهرنیو سوداګرو له لارې د غالیو د پلور لپاره زمینه برابره کړو؛ خو په دې اړه د حکومت همکارۍ ته هم اړتیا ده.»

نادري د ځینو غالۍ‌اوبدونکو د خبرو په ردولو سره زیاته کړه چې سږ کال بهر ته د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

هغه وايي، دغه صادرات په ډېره کچه پاکستان، ترکمنستان او لږه برخه ایران ته ترسره کېږي.

په ورته مهال، د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدزبیر دین­پرور هم مني چې په بازار کې د تقاضا نه­شتون د دې لامل شوی چې د دغه ولایت غالۍ اوبدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

نوموړي څرګنده کړه چې له لاسي صنایعو څخه د ملاتړ په موخه یې له څو داخلي او بهرنیو مؤسسو سره خبرې کړې او هيله ده چې دې برخه کې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې په وینا، اوسمهال د حکومت په ملاتړ د لاس جوړو وطني غالیو د صادراتو او پېر لپاره ډونران هېواد ته راجلب شوي او اوس دغه صنعت د تېر کال په پرتله، ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې روان کال په هرات ولایت کې یو میلیون او دوه زره متر مربع غالۍ تولید شوې دي.

له دې ټولو سره سره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین هم وايي چې دوی په هېواد کې د غالۍ اوبدنې صنعت د ودې لپاره ځیني اقدامات په پام کې نیولي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څه موده مخکې کابل کې په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل چې دغه اداره له ټولو سوداګرو او غالۍ اوبدونکو څخه ملاتړ کوي، څو هغوی ډېر صادرات ولري.

عزیزي زیاته کړه چې اداره یې هڅه کوي څو له هرې لارې بهر ته د افغاني غالیو د صادراتو زمینه  برابره کړي.

د یادونې ده، د هرات په لاس جوړې غالۍ په نړۍ­وال بازار کې ځانګړی ځای لري چې د طرحې او ډیزاین له مخې یې د یوه متر مربع بیه له ۲۰ تر ۲۰۰ امریکایي ډالرو پورې رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.