کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): ملا عبدالغني برادر وايي، د هرات په پل هاشمي سیمه کې د صنعتي ښارګوټي جوړول، د هرات صنعتي پارک کې د پنځم فاز چارې پیلول، د پاشدان او د شینډنډ د کادانکې بندونو جوړول هم په جدي ډول په پام کې نیول شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن په خپل ټويټر کې ليکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې په اقتصادي ناسته کې د ګډون په موخه دغه ولایت تللی دی.
سرچينه زياتوي، په یاده ناسته کې د هېواد علماوو، مخورو، سوداګرو او صنعکارانو ګډون درلود.
ملا برادر په ياده ناسته کې وویل چې د سيمنټو د پروژې خوا ته به په پل هاشمي سیمه کې صنعتي ښارګوټی جوړ او د هرات صنعتي پارک کې به د پنځم فاز چارې پيل شي.
هغه زياته کړه: «امنیت د اقتصادي ثبات او د هېواد پرمختګ لپاره اساسي عنصر دی چې الحمدالله افغانستان له څلورو لسیزو وروسته له بشپړ امن څخه برخمن شوی دی.»
دی وايي، د هرات د پاشدان او د شينډنډ د کادانکې بندونه هم په جدي ډول په پام کې نيول شوي او په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې چارې پیل شي چې لومړني ګټهاخيستونکي او حقداران به یې د هرات خلک وي.
هغه وویل: «موږ باخبر یو چې د هرات سوداګر او صنعتکاران به اختطاف کېدل، خو نن له دغو تهدیدونو په امن کې دي؛ د هرات له محترم والي او امنیتي ارګانونو غواړم چې د دې ولایت پانګهوالو د مال او ځان امنیت ته لا جدي توجه وکړي.»
دی زياتوي: «موږ وتوانېدلو چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې باثباته وساتو، که موږ د سیمې باثباته هېوادونو ته هم وګورو، دوی نه دي توانېدلي چې خپله کرنسۍ باثباته وساتي؛ افغانۍ له ډېره وخته ثابته اوله ډېرو کرنسیو څخه ښه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې نن په هرات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې او د دغه ښار د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیبالرحمن انصاري ـ چې په یاده ناسته کې يې ګډون درلود – ژوند له لاسه ورکړ.
Views: 234
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن