ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر: د ټاپي پروژې چارې به ژر پیل شي

ملا برادر: د ټاپي پروژې چارې به ژر پیل شي

author avatar
2 Sep 2022 - 16:13
ملا برادر: د ټاپي پروژې چارې به ژر پیل شي
author avatar
2 Sep 2022 - 16:13

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): ملا عبدالغني برادر وايي، د هرات په پل هاشمي سیمه کې د صنعتي ښارګوټي جوړول، د هرات صنعتي پارک کې د پنځم فاز چارې پیلول، د پاشدان او د شینډنډ د کادانکې بندونو جوړول هم په جدي ډول په پام کې نیول شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن په خپل ټويټر کې ليکلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې په اقتصادي ناسته کې د ګډون په موخه دغه ولایت تللی دی.

سرچينه زياتوي، په یاده ناسته کې د هېواد علماوو، مخورو، سوداګرو او صنعکارانو ګډون درلود.

ملا برادر په ياده ناسته کې وویل چې د سيمنټو د پروژې خوا ته به په پل هاشمي سیمه کې صنعتي ښارګوټی جوړ او د هرات صنعتي پارک کې به د پنځم فاز چارې پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.