[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۱): د اولمپيک ملي کمېټې او ورزش عمومي رياست له خوا په کابل کې د وږي نهمې (له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو کلیزې) په مناسبت جشن کې ورزشي نمایشات ترسره شول.
دغه مطلب د ورزش او اولمپیک ملي کمېټې عمومي ریاست په ټويټرپاڼه کې بیان شوی دی.
سرچينه کاږي، د هېواد د خپلواکۍ په ویاړ ورزشي فسټیوال کې د فدراسیونونو ورزشي رژې وشوې او بیا د ماښام له لمانځه وروسته د پاتې فدراسیونونو ورزشي رژې او د فوټبال په زړهپورې سیالي ترسره شوه.
سرچينه زياتوي، په دغو مراسمو کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي هم ګډون کړی و.
نوموړي یادو مراسمو ته په وينا کې ويلي، د ورزش اداره او اداري مسؤولین په خپلو کارونو کې خورا ښه او اغېزناک روان دي، ورزش یې له توپیر پرته د هېواد هرې برخې، ښارونو، کلیو او بانډو ته رسولی دی.
ده زياته کړې: «د ورزش له ادارې مننه کوو چې له ګڼو غمونو سره سره يې خلک خوشحاله ساتلي، موږ یې په ملي او نړۍواله کچه د پرمختګ او ملاتړ هڅه کوو.»
دغهراز د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ احمدضیاء تکل په ټويټر کې راغلي چې په دغو مراسمو کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست پر نړۍوالو غږ وکړ چې په ورزشي برخو کې له افغانانو سره خپلې لوبې، تمرینونه او سالمو سیالیو ته دوام ورکړي.
نوموړي تېر یو کال د لوبو په برخه کې د ښه پرمختګ او بوختیا کال وباله او ورزشکاران یې وهڅول چې له ورزش څخه هم د ښه صحت او هم د اخلاقی روزنې لپاره لا ښه استفاده وکړي.
د ورزش او اولمپیک ملي کمېټې عمومي رییس نظرمحمد مطمین وايي: «خوشحاله يو چې د هېواد خپلواکي د ورزشي جشن سره نمانځو.»
د ياد شوي ریاست د خپرونو برخې سرپرست محمدالله احساس، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه نمایشات تېره ورځ (پنجشنبه) مازيګر پیل او د شپې تر ۹ بجو پورې يې دوام وکړ.
د ده په خبره، ۵۴ فدراسیونونو په دغه جشن کې برخه اخیستې وه چې ځينو يې نمایشات او خپلې وړتياوې وښودلې او ځينو يې رژې ترسره کړې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP