Language

خیرخواه: د بامیانو له تاریخي ځایونو باید جدي ساتنه وشي

بامیان (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر بامیان ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د تاریخي او لرغونو ځایونو پر ساتنې ټينګار وکړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر خیر‌الله خیرخواه له یوه پلاوي سره د جمعې په ورځ بامیان ولایت ته سفر کړی و.

خیرخواه د خپل سفر موخه، په یاد ولایت کې له لرغونو سیمو لیدنه، د تاریخي ابداتو ساتنه او د ګرځندوی صنعت د امکاناتو ښه کېدل وباله.

په دغه سفر کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له بند امیر (د هېواد لومړنی ملي پارک)، د بودا له تاریخي ځایونو او د یاد ولایت له فرهنګي مرکزه لیدنه وکړه ویې ویل، تاریخي ځایونه او طبیعي جاذبې د هېواد د ملي پانګو په توګه مطرح دي.

login or register a new account.