کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پاکستان کې وروستیو سېلابونو د پاکستانیانو ترڅنګ څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال هم زیانمن کړي دي.
دغه څرګندونې د یادې ادارې (UNHCR) ویاند میتیو سالټمارس (Matthew Saltmars) تېره ورځ په جنیوا کې یوه خبري کنفرانس ته کړې دي.
هغه ویلي چې اغېزمن شوي افغانان د پاکستان په خیبر پښتونخوا، د سند او بلوچستان په ایالاتونو کې اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د یادې ادارې په وینا، په پاکستان کې سېلابځپلو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په هغه هېواد کې د سېلابونو له امله اغېزمن شوو افغانانو ته هم مرستې ورسوي.
د د ې ادارې د معلوماتو له مخې، ۱.۳ میلیون افغان کډوال دا مهال په پاکستان کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله څه باندې ۱۱۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۶۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان اود پاکستان حکومت په دغه هیواد کې له سېلابځپلو سره د ۱۶۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP