ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله کې د ځینو لوبغاړو لوبولو مینه‌والو ته پوښتنې راولاړې کړې دي

د کرکټ ملي لوبډله کې د ځینو لوبغاړو لوبولو مینه‌والو ته پوښتنې راولاړې کړې دي

author avatar
4 Sep 2022 - 06:45
د کرکټ ملي لوبډله کې د ځینو لوبغاړو لوبولو مینه‌والو ته پوښتنې راولاړې کړې دي
author avatar
4 Sep 2022 - 06:45

اټلانټا (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): د شل اووریز کرکټ اسیا جام سیالیو په دویم پړاو کې د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان وروستۍ بایللې لوبې که له یوې خوا د مینه‌وال غوسه راپارولې، نو له بلې خوا یې ځینې پوښتنې هم راولاړې کړې دي.

دا لوبه چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پرون ترسره شوه، پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، افغانستان په ۱۵ اورونو کې شاوخوا ۱۳۹ منډې کړې وې او یواځې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و، داسې اټکل کېده چې افغانستان به د ۲۰۰ یا ۱۹۰ منډو په جوړولو سره سریلانکا ته سخت هدف وټاکي.

خو په ۸۰ منډو د رحمان‌الله ګربز له سوځېدو وروسته نه یواځې د افغانستان څو پرله‌پسې لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، لوبه هم ټکنۍ شوه او هدف هم تر ۱۷۵ منډو پورې محدود شو.

د ګربز له سوځېدلو وروسته نبي، نجیب ځدراڼ، راشد خان او کریم جنت راغلل، خو د نجیب له ۱۷ منډو پرته بل چا چندان لوبه ونه شوه کړای.

په توپ‌اچونه کې مینه‎وال نیوکه کوي چې راشد خان یې په ناسم وخت کې بالینګ ته راوست او په لومړي اوور کې یې ۱۷ منډې ورکړې.

دغه راز په وروستیو اورونو کې هم ګډوډي رامنځته شوه چې له امله یې سریلانکایي توپ‌وهونکو په ازاده توګه شپږیزې او څلوریزې ووهلې او لوبه یې وګټله.

په دې لوبه کې د تمي خلاف سمیع‌الله شینواري ته چانس ورکړل شوی و، چا چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې هیڅ نړۍواله لوبه نه ده کړې.

دغه راز خلک نیوکه کوي چې کریم جنت په تېرو درېیو لوبو کې لوبول کېږي، خو نه بالینګ کوي او نه توپ‌وهنه کوي، په ډګرساتنه کې هم کېچونه غورځوي، نو بیا ولې لوبډله کې اخیستل کېږي.

د کرکټ مینه‌والو او څېړونکو په ټولنیزو شبکو کې د سریلانکا پر وړاندې د پرونۍ لوبې په تړاو بېلابېلې تبصرې او څرګندونې کړې دي.

د کرکټ لوبې څېړونکی، لیکوال او ژورنالېست ایمل پسرلي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، ځینې ماتې له خپله لاسه وي، ځینې د سیالې لوبډلې کمال وي؛ دا یوه تر ډېره له خپله لاسه ښکاري.

هغه زیاته کړې، بخت د پچې پر نه ګټلو کوټه و، بیا د ګربز او ابراهیم ښې لوبې داسې دریځ راکړ چې د ۲۰۰ هدف وټاکو خو د ګربز په اوټ کېدو نبي راغی او لوبه یې ودروله،د نجیب رن اوټ هم پرې باندې. بالېنګ کې د کریم جنت او سمیع د کېچونو غورځونو لوبه ختمه کړه.

پسرلي مخکې لیکلي: «لوبغاړو ته بد ویل کفر دی، خو د کریم او سمیع انتخاب زما تر پوهې پورته خبره ده؛ سمیع دوه‌نیم کاله نړۍواله لوبه نه ده کړې، ناڅاپه دومره مهمې او له فشاره ډکې لوبې ته راځي او کریم نه بالینګ کوي نه بېټینګ، یوازې کېچونه غورځوي.»

د کرکټ لوبې بل شنونکی او ژورنالېست جعفر هاند بیا وایي، هدف ښه ټاکل شوی و، خو  د نورو علتونو ترڅنګ د دې ماتې څو عمده لاملونه ډېر ښکاره وو او هغه دا چې د کریم جنت او سمیع شینواري له لوري د دوو کېچونو غورځول، د افغانستان د ماتې لپاره لار ډېره هواره کړه، بله  کمزوري ډګر ساتنه وه چې د بالرانو ملا یې ونه تړله.

هغه په فېسبوک کې لیکلي چې د افغانستان د کرکټ د یو مینه‌وال په توګه غواړي وپوښتي چې ولې د اسیا کپ په څېر مهمو سیالیو کې د افغانستان کرکټ ټیم کې یوازې څلور عمده توپ‌وهونکي حضرت، ګربز، ابراهیم او نجیب ځدراڼ لوبېږي، حال دا چې پاکستان، هند او نور تر پنځو او شپږو کم توپ‌وهوهنکي نه لوبوي.

هاند زیاتوي، کریم جنت په لوبډله کې شته خو نه بالینګ پرې کوي او نه هم بېټینګ، ولې سمیع شینواری دوه کاله وروسته مخامخ نړۍوالې لوبې ته راوستل شو خو نه یې بیټینګ پرې وکړ او نه بالینګ، ولې حشمت او عثمان چې عمده توپ‌وهونکي دي، کرار کینول شوي دي.

د هغه په وینا، له سريلانکا سره پرونۍ لوبه کې د نجیب ځدراڼ له سوځېدو وروسته نور هيڅ عمده توپ‌وهونکی نه و چې کیسه تر اخره ښه ورسوي.

دی وایي: «سمه ده چې ګټه او بایلات د یوې سکې دوه مخونه دي، خو ولې داسې؟ زما خو هيڅ سر نه پرې خلاصېږي.»

حشمت‌الله هاشمي بیا په فېسبوک کې لیکلي چې لوبه کې انډيوالۍ کار خراب کړ، کريم جنت د اصغر په خاطر او سیمع‌الله شينواری د دوستۍ په خاطر ولوبول شو، له نورو تکړه لوبغاړو سره ظلم کېږي.

عابد لمر بیا لیکلي، د کریم او سمیع له خوا د کېچونو غورځول، د راشد له خوا د یو اوټ ریویو نه اخیستل، له ابراهیم وروسته د نبي بیټینګ ته راتلل او سریلانکا له خوا ښه لوبه د افغانستان د ماتې لامل شول.

د محمد نثار په نوم بل مینه‌وال په فېسبوک کې لیکلي چې یوولس کسیزه لوبډله له حالاتو سره سمه نه وه انتخاب شوې، په داسې میدانونو کې پنځه توپ‌اچوونکي او پنځه توپ‌وهونکي او یو الراونډر اخیستل کېږي، په  داسې حال چې د افغانستان لوبډله داسې نه وه.

هغه وایي چې د کریم جنت پر ځای باید نوراحمد لکڼوال اخیستل شوی وای.

د همایون خان په نوم یوه کس فېسبوک کې لیکي چې د سریلانکا پر وړاندې د ماتې لامل  دا و چې افغانستان وروستي اوورونه ډېر خراب ولوبول،  فکر کېده چې هدف به له دوو سوو زیات وي، خو بدبختانه داسې ونه شول.

هغه د نبي پر کپتانۍ هم نیوکه کړې چې راشدخان او مجیب یې په ناسمو حالاتو کې بالینګ ته راوستل.

دی وایي چې  په لوبډله کې سميع الله شینواری او کريم جنت اچول کېږي، خو نه بالینګ کوي نه بیټینګ، د دوی پر ځای ولې سم توپ‌وهونکي لکه عثمان غني یا حشمت ولې نه اخیستل کېږي.

د زیارمل افغان په نوم چا لیکلي، نور هغه وخت رارسېدلی چې کریم جنت او سمیع شينواری خيریه بنسټونه جوړ کړي او د بېوزله ولس زړونه وګټي.

سعیدالله تره‌کی وایي، په راتلونکو دوو مهمو لوبو کې د لوبډلې په انتخاب کې لږ غور وکړئ. له ملي لوبډلې سره د ټولو هیلې تړلې دي، هیله ده یو څه د ولس احساسات هم په نظر کې ونیول شي.

هغه وړاندیز کړی چې د حضرت ځاځي پر ځای دې عثمان غني، د کریم جنت پر ځای دې عظمت عمرزی او د سمیع الله شینواری پر ځای دې شرف الدین اشرف ته ځای ورکړل شي.

د خلکو د نیوکو په اړه پژواک د افغانستان کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتر سره اړیکه ونیوه، خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې یې ځواب نه و ویلی.

خو لوبډلمشر محمدنبي له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې ومنله چې افغان لوبغاړو ونه شو کړی د توپ‌وهنې په وروستیو پنځو اورونو کې ډېرې منډې وکړې او زیاته یې کړه «موږ ښه پیل درلود خو پای مو سم نه و، که شل یا پنځه ویشت نورې منډې مو کړې وای هر څه به بل ډول وو.»

هغه ومنله چې په ډګرساتنه کې کمزوري وو او توپ اچوونکي یې په سمو حالاتو کې ونه کارول، کېچونه یې هم وغورځول چې له امله یې لوبه له لاسه ووته.

خو محمدنبي وایي چې د لوبډلې له غلطیو یې زده کړه کړې او کوښښ به یې دا وي چې په راتلونکو لوبو کې دا غلطۍ تکرار نه شي.

Views: 6434

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.