ترینکوټ (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۱): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د «کوډګرو» له فعالیته شکایت کوي او وايي، دغه کسان نه یوازې په یوه او بله پلمه له خلکو پيسې اخلي، بلکې د کورنیو ترمنځ یې ستونزې او جنجالونه زېږولي دي.
اروزګان چې د هېواد له سوېلي ولایتونو دی، ډېر خلک یې نالوستي دي، له همدې امله په کې ناسمو باورونو او خرافاتو لارې کړې دي.
د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ یوه اوسېدونکي زین العابدین پژوک خبري اژانس ته وویل، د مرکز او یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي، په ځانګړې توګه ښځې د خپلو ستونزو د حل په موخه کوډګرو ته ورځي چې تر ډېره د «ملا، اغا او پير» په نومونو په پټه فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه، دغه کسان د دې لامل شوي چې د کورنیو او خپلوانو ترمنځ ستونزې راولاړې کړي او ان پر تاوتریخوالي یې واړوي.
دی وايي: «ځیني کسان، په ځانګړې توګه ښځې د خپلو ستونزو د حل لپاره کوډګرو ته ورځي، کوډګر په پیل کې مراجعه کوونکي ته ځينې نښې نښانې وايي او پر ځان د هغو باور ډېروي، وروسته ورته وايي چې کوم چا پر تا کوډې کړې او په دې توګه هغه مجبوروي چې د کوډو بې اثره کولو په بدل کې ډېرې پیسې ورکړي.»
د ده په خبره، مراجعه کوونکي اړ کېږي چې له ستونزو د خلاصون په موخه له هرې ممکنه لارې پیسې پیدا کړي او کوډګر ته یې ورکړي.
نوموړی له اړوندو مسوولینو، په ځانګړې توګه د حج او اوقاف له ریاسته غواړي څو د دغو کسانو مخنیوی وکړي او خلک یې له شره خوندي کړي.
د ګلسیکې په نوم د اروزګان یوې اوسېدونکې هم پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېرې ښځې چې په کور کې د خاوند، خواښې یا نورو له خوا له ستونزو سره مخ کېږي نو بیا یې د خلاصون لپاره کوډګرو ته مراجعه کوي، تعویذونه او څاښتونه ورباندې لیکي.
هغې زیاته کړه، کوډګر پر ښځو کوډې د پیسو په بدل کې پلوري او هغوی اړې کېږي د پیسو برابرولو لپاره له کوره قیمتي توکي غلا کړي او ویې پلوري.
دا وايي، ښځې د ښه ژوند او له ستونزو د خلاصون په موخه کوډې کوي خو ډېر وخت دغه څه د کورنیو او خپلوانو ترمنځ د ژورو ستونزو او تاوتریخوالي پیدا کېدو سبب کېږي.
د دې په خبره، د مرکز په ګډون د اروزګان په ګڼو سیمو کې کوډګر شته او په خپلو کورونو کې په پټه فعالیت کوي.
د مرکز ترینکوټ د سرشخلو سیمې یو اوسېدونکی شیرعلي وايي، ډېر مهال مېرمنې د کورنیو پر نارینه وو او خپلوانو کوډې کوي.
هغه د بېلګې په توګه پژواک ته د دغسې یوې پېښې کیسه وکړه چې یوې خواښې پر خپل زوم کوډې کړې وې چې لور یې له اروزګانه کندهار ته واده شوې وه.
ده وویل، دغې ښځې غوښتل د کوډو په وسیله خپل زوم له پلارګنۍ بېل کړي او اروزګان ته ورکډه شي.
نوموړی وايي، ګڼې داسې کیسې یې اورېدلې چې ښځې د خپلو مېړونو خپلولو لپاره کوډې کوي.
د ده په خبره، دا کار په هغو کورنیو کې کېږي چې له یوې څخه ډېرې ښځې/ بنې په کې ژوند کوي، هره یوه د کوډو په کولو د خپل مېړه خپلولو هڅه کوي او د کور شتمني په همدغه کار لګوي.
له ښځو ورها خوا ډېر مهال نارینه هم له قرضه د خلاصون، د خپلې خوښې له نجلۍ سره د واده کولو او نورو موخو لپاره کوډګرو ته مراجعه کوي.
د ترینکوټ یوه ځوان چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، څو کاله مخکې یې د خپلې خوښې نجلۍ- چې د عمه لور یې کېده او کورنۍ یې ده ته نه ورکوله- د کوډو په زور وغوښته.
هغه زیاته کړه، په ترینکوټ ښار کې یوه تعویذ لیکونکي ته ورغی او خپله دا ستونزه یې ورته وویله، هغه د تعویذ لیکلو په بدل کې د ۴۰ زره افغانیو غوښتنه وکړه او ورته ویې ویل چې ۲۰ زره افغانۍ مخکې او پاتې نورې د کار له کېدو وروسته ورڅخه غواړي.
دی وايي، تعویذ یې د خسر د کور مخې ته د توت په ونه پورې ځوړند کړ او یوه ورځ وروسته یې د نجلۍ کور ته بیا مرکه ولېږله چې له هغې خوا یې دستمال راووړ او کوژده یې ورسره وشوه.
د اروزګان دیني عالمان کوډې، سحر او جادو د اسلام مبارک دین د احکامو له مخې لویه ګناه بولي او خلک له دغو کړنو ځان ساتلو ته رابولي.
یوه دیني عالم مولوي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، دغسې کسان نه یوازې د اسلامي شریعت ضد اعمال کوي، بلکې د کورنیو ترمنځ ستونزې را ولاړوي او د خلکو د بېلارۍ سبب کېږي.
دی وايي، دا د حج او اوقاف او امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ادارو مسوولیت دی چې د کوډګرو او سحرګرو مخنیوی وکړي.
د اروزګان د ارشاد، حج او اوقافو ریاست سرپرست مولوي عبدالکریم مظهري پژواک خبري اژانس ته وویل، «اسلامي امارت» ژمن دی چې د فساد، جعل، فریب او هغو کړنو مخنیوی وکړي چې ټولنې ته زیان اړوي او د خلکو ترمنځ د ستونزو جوړېدو لامل کېږي.
هغه زیاته کړه، اړوند ریاست هڅه کوي ټول هغه کسان ونیسي چې خلک د کوډګرو، سحرګرو او جادوګرو په نوم ورځي او تعویذونه ورباندې لیکي.
دی له خلکو هم غواړي چې دغسې خلکو ته دې نه ورځي او د اسلام د دین خلاف کړنو څخه ځانونه وساتي.
Views: 167
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن