ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاسپورټ‌ د ورځني وېش او چاپ ظرفیت څلور زره ټوکو ته لوړ شو

د پاسپورټ‌ د ورځني وېش او چاپ ظرفیت څلور زره ټوکو ته لوړ شو

author avatar
6 Sep 2022 - 09:36
د پاسپورټ‌ د ورځني وېش او چاپ ظرفیت څلور زره ټوکو ته لوړ شو
author avatar
6 Sep 2022 - 09:36

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټ غوښتونکو ته د لا اسانتیا په موخه پرېکړه کړې چې د پاسپورټ د چاپ او وېش ظرفیت د ورځې له دوه زره، څلور زره ټوکو ته لوړ کړي.

له دې مخکې د پاسپورټ ریاست ویلي وو چې هره ورځ شاوخوا څلور زره کسانو ته پاسپورټونه وېشي او له دغو کسانو دوه زره یې هغه دي چې په انلاین بڼه یې نوم‌لیکنه کړې او پاتې نور حکومتي کسان، لوبغاړي، ناروغان او سوداګر دي چې د رسمي مکتوبونو له لارې معرفي شوي وي.

پژواک خبري اژانس د زمري په ۱۹مه راپور خپور کړ چې د پاسپورټ ریاست هره ورځ ۴۰۰۰ پاسپورټونه وېشي، خو بیا هم – له دې امله چې سلګونه زره کسانو ورته نوم‌لیکنه کړې- د پاسپورټ ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.

خو نن د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن پژواک خبري اژانس ته وویل ‎چې د پاسپورټ غوښتونکو د ستونزو د ښه حل او غوښتنو ته یې د رسېدو په موخه د دغه ریاست رهبري پرېکړه کړې چې د انلاین خدمتونو له لارې د پاسپورټونو د چاپ او وېش ظرفیت د ورځې ۴ زره ته لوړ کړي.

د هغه په وینا، دا شمېر په داسې حال کې لوړوي چې يو شمېر کسانو ته د نېټې په ورکړه کې دغه ریاست ته د مراجعې لپاره ډېر وخت ورکول کېده او له ستونزې سره مخ وو، خو له نوې پرېکړې سره به یې  ستونزې کمې او چارې به یې په کم وخت کې ترسره کېږي.

هغه ونه ویل چې د نوې پرېکړې له عملي کېدو سره به د پاسپورټ اخیستل څومره وخت واخلي، خو زیاته یې کړه چې د اسانتيا او ښه چلند په موخه اړوندو مسوولينو ته لارښوونه شوې چې انلاین فورم کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي څو خلک وکولای شي خپل اسناد د انلاین سیسټم له لارې  بشپړ او پاسپورټ په کمه موده کې ترلاسه کړي.

Views: 916

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.