Language

عدلیې وزارت د اساسي قانون او سیاسي ګوندونو په اړه د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړ

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): عدلیې وزارت د اساسي قانون او سیاسي ګوندونو د فعالیتونو په اړه د خپلو تېرو څرګندونو په اړه وضاحت وکړ.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال شیخ مولوي عبدالکریم حیدر وړمه ورځ د حکومت رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکولو پروګرام ته د وینا پر مهال وویل چې اوس‌مهال په هېواد کې سیاسي ګوندونو ته اړتیا نشته.

خو د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیاسي ګوندونو په هکله یو شمېر خلکو ناسمه اخیستنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، اوس مهال د افغانستان جغرافیه او هوا د سیاسي ګوندونو فعالیت ته چمتو نه ده؛ ځکه د سیاسي ګوندونو د فعالیت هدف د هېواد ودانول او د خلکو خدمت دی، خو اوس لیدل کېږي چې هېوادوال د سیاسي ګوندونو له فعالیتونو  خوښ نه دي.

login or register a new account.