Language

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پنځه سرتېري وژل شوي

اټلانټا (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۱): د پاکستان پوځ اعلان کړی چې په شمالي وزیرستان کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د استخباراتي راپورونو له مخې د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې عملیات ترسره کړل.

سرچینې زیاته کړې، د عملیاتو پر مهال نښته شوې چې له امله یې د پوځ د یوه افسر په ګډون پنځه سرتیري وژل شوي او وايي چې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د عملیاتو پر مهال یې یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو په کابل کې د تحریک طالبان ټي‌ټي‌پي او د پاکستان حکومت ترمنځ له اوربند وروسته دا لویه پېښه ده چې رامنځته کېږي.