کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): په کابل کې یو شمېر غالۍ پلورونکي وایي، د خلکو د کمزوري اقتصاد له امله په هېواد کې د ترکي او ایراني غالیو پلور کمرنګه شوی چې ورسره یې واردات هم کم شوي دي.
د یادې موضوع په اړه په کابل کې د ایراني او ترکي غالیو پلورونکي محمداغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خلکو د کمزوري اقتصاد له امله د دغو غالیو پلور او واردات کم شوي دي.
هغه وویل: «مخکې به مې له ایران څخه په یوه یا هم دوه اوونیو کې یو ځل غالۍ واردولې او له ترکیې څخه به مې په میاشت کې یو ځل واردولې، خو اوس په څلورو میاشتو کې یې هم نه واردوم.»
دغهراز په کابل کې د ایراني او ترکي غالیو يو بل پلورونکي امید پژواک ته وویل چې مخکې یې د ترکي او ایراني غالیو د پلور بازار ښه و، خو اوس يې څوک نه پېري.
هغه زیاته کړه: «د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، څوک ترکي او ایراني قالینې نه اخلي، نو کله چې قالینې ونه پلورل شي نو مونږ به څنګه هېواد ته قالینې را وارد کړو، د قالینو پلور مو نشته نو په همدې خاطر واردات کم شوي دي.»
دی وایي، مخکې به یې په ورځ کې درې یا څلور قالينې پلورلې خو اوس په اوونۍ کې هم يوه نه شي پلورلاى.
نوموړي وويل چې پخوا به یې په میاشت کې یو ځل له ایران او ترکيې څخه غالۍ واردولې؛ خو اوس یې په درېيو میاشتو کې هم نه واردوي.
همدارنګه په کابل کې د غالیو بل دوکاندار اجمل شکایت کوي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله د ترکي او ایراني غالیو پلور کم شوى دى.
هغه زیاته کړه: «د ايراني او ترکي غاليو په واردولو کوم بنديز نشته دى، خو دلته نه خرڅېږي نو څنګه يې راوړو.»
يو شمېر نورو غالۍ پلورونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو یې وغوښتل چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، څو اقتصادي ستونزې یې حل شي.
خو بل لورته د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پژواک ته وويل چې له نورو هېوادونو څخه د وارداتو په کمېدو سره به افغاني توليداتو د ښه بازار او خرڅلاو زمينه برابره شي.
هغه زیاته کړه: «زمونږ غوښتنه هم همدا ده چې خلک دې له وطني قالینو څخه استفاده وکړي، ځکه د افغانستان قالینې په نړۍ کې ښه نوم لري او بل زمونږ داخلي تولیدات دي پرمختګ به وکړي او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مياشتې په شپږمه، په کندوز ولایت کې د وطني غالیو يو شمېر صنعتګرو هم پژواک ته ویلي و چې د بازار، مناسب ځای او خامو موادو نشتون یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP