اټلانټا (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ نړیوالې شورا له اصولو څخه د سرغړونې له امله د پاکستان کرکټ لوبغاړی اصف علي او د افغانستان لوبغاړی فرید احمد ملک جریمه کړل.
تیره ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ په لوبې کې افغان لوبغاړي فرید ملک د پاکستان اصف علي د لوبې په مهم وخت کې وسوځولو او د معمول سره سم یې د هغه سوځول یې په ډیرې خوشحالۍ سره ونمانځل ، خو اصف علي ټیرله کړ او نږدې وه چې پر بیټ پرې ګوزار وکړي.
دا پېښه په ټولنیزو شبکو کې د افغان او پاکستاني مینه والو سخت غبرګونونه وپارول او هر یوه د خپل ملي لوبغاړي ملاتړ او پلوي کولو.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دوږي په ۱۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اصف علي د لوبغاړو لپاره د ټاکل شویو اصولو څخه سرغړونه کړې ده چې په یوې نړیوالې لوبې کې د «زشت چلند او سپکاوي» سره تړليو مسایلو کې راځي.
سرچینې زیاته کړې، افغان لوبغاړی فرید ملک هم «له بل لوبغاړي سره د نامناسب فزیکي تماس له ملله» اصول مات کړي او جریمه شوي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي ، دوی دواړه به د خپلې لوبې د فیسونو ۲۵ سلنه جریمه پرې کوي. د هېوادونو کرکټ بورډ ادارې د خپلو اصولو په اساس لوبغاړو ته د لوبو فیسونه ورکوي.
د کرکټ د نړیوالې شورا اعلامیه همدغه راز وايي چې له دوی دواړو څخه د «ورزشي اخلاقو یو-یو پواینټ هم» کم شوي او زیاتوي چې دواړو لوبغاړو خپلې تېروتنې منلې دي.
د کرکټ نړیواله شورا زیاته کړې، که له یو لوبغاړي څخه په ۲۴ میاشتو کې د «ورزشي اخلاقو څلور پواینټونه» کم شي، له لوبو څخه د بندیز له سزا سره مخامخېدای شي.