ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ران مکانان: د افغانستان وضعیت د هغه څه پر خلاف دی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي

ران مکانان: د افغانستان وضعیت د هغه څه پر خلاف دی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي

author avatar
8 Sep 2022 - 12:23
ران مکانان: د افغانستان وضعیت د هغه څه پر خلاف دی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي
author avatar
8 Sep 2022 - 12:23

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت یوه پخواني استازي د اسلامي امارت له  ویاند سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه څه پر خلاف بللی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت پخواني استازي «ران مکانان» سره – چې نوی افغانستان ته راغلی – لیدلي او په یو لړ موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.

ده لیکلي: «دغه پخواني امریکايي استازي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د هغه څه پرخلاف وباله چې په غربي رسنیو کې خپرېږي او حالات ناسم ښودل کېږي.»

مجاهد د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې مکانان د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفرونه کړي، د ښوونې او روزنې او نورو بشري برخو کې یې د مرستو پر لارو چارو کار کړی دی.

ران مکانان، دوه ورځې مخکې پروان ته سفر کړی و.

د پروان د والي ویاند حکمت‌الله شمیم ویلي و چې ران مکانان له محلي چارواکو سره د روغتیا، پوهنې، کرنې او نورو برخو کې د ښه‌والي راوستو په اړه خبرې کړې او په دغو برخو کې یې د مرستو ژمنه کړې وه.

Views: 819

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.