Language

نبي: اسیا جام سیالیو کې د لوبو پایلې مو له هیلو سره سمې نه وې

اټلانټا (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمدنبي وایي چې په اسیا جام سیالیو کې د لوبو پایلې یې له هیلو سره سمې نه وې.

که څه هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز اسیا جام سیالیو ګروپي پړاو کې ښه وځلېده؛ بنګله‌دېش او سري‌لانکا په څير پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړه، خو په دویم پړاو کې یې خپلې درې واړه لوبې وبایللې.

ملي لوبډلې په دویم پړاو کې له پاکستان او سري‌لانکا سره سخته مقابله وکړه، خو د هند پر وړاندې یې په اسانه لوبه وبایلله.

ملي لوبډلمشر محمدنبي د وږي په ۱۸مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «په اسیا کپ کې زموږ سفر پای ته ورسېد او د یوه لوبډلمشر په توګه دا درک کوم چې پایلې مو له توقع سره سمې نه وې.»

هغه ژمنه کړې چې د شل اوریز نړۍوال جام ته به پیاوړي او غښتلي راستنېږي او د هېوادوالو پر مخونو به مسکاوې راولي.

محمد نبي د هېوادوالو له ملاتړه مننه کړې ده.