کابل (پژواک ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت په پوهنتون کې د تخنيکي ستونزو له امله يوه چورلکه غورځېدلې چې د دوو پېلوټانو په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
دغه پوهنتون د کابل په قرغې سيمه کې موقعيت لري.
د ياد شوي وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له ماسپښين وروسته يوه امريکايي “Black Hawk” ډوله چورلکه چې پيلوټانو د ښوونې لپاره الوتنه ورکړې وه، د تخنيکي ستونزې له امله د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې لوېدلې ده.
سرچينه زياتوي، په دغه پېښه کې دوه پيلوټان او يو خدمه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
د يادې سيمې يوه هټۍوال چې د نوم له خپرولو ډډه کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن تر غرمې وروسته شاوخوا ۴ بجې يوه الوتکه پورته شوه، يوه دوره يې ووهله چې په دې سره ولوېده او اور يې واخیست.
Views: 374
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن