غزني (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د غزني په ناوې ولسوالۍ کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پیل شول.
د دغه ولایت د مخابراتو او ټکنالوجۍ رییس مولوي عبدالولي طیب احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولسوالي تر اوسه له هر راز مخابراتي خدماتو بېبرخې وه چې اوس په کې روشن مخابراتي شبکې فعالیت پيل کړ.
هغه زیاته کړه، د مخابراتي خدماتو نشتوالي له امله د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ او اړ وو چې د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره بلې ولسوالۍ ته ۴۰ یا ۵۰ کیلومتره مزل وکړي؛ خو اوس به یې دا ستونزې حل شي.
دی وايي، هڅه کوي نورې مخابراتي شبکې هم وهڅوي څو په یادې ولسوالۍ کې فعالیت پيل کړي او لرې سیمې یې هم تر پوښښ لاندې راولي.
د نوموړي په خبره، په غزني کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پخوا په پرتله اوس خدمات ښه شوي او د لا ښهوالي لپاره یې کار کوي.
د ناوې ولسوالۍ یوه مخور حاجي عبدالقیوم پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی ځل دی چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات پيلېږي.
هغه زیاته کړه، مخکې د دې ولسوالۍ خلک د مخابراتي خدماتو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ وو او چا نه شوای کولای په کور دننه او بهر له خپلو دوستانو سره ټېلیفوني اړیکه ټینګه کړي، خو اوس به په اسانۍ له خپلو دوستانو سره اړیکې نیسي او خپلې ورځنۍ چارې به په ښه ډول پر مخ بیايي.
خو نوموړي له حکومته وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د مخابراتو ترڅنګ په نورو برخو کې هم خدمات وړاندې کړي.
ناوه د غزني مرکز سوېل لوري ته د ۱۵۰ کیلومترو په واټن پرته ده چې په تېرو شلو کلونو کې د مخابراتي خدماتو په ګډون، هیڅ ډول بنسټيز خدمات نه دي وړاندې شوي.
د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولایت ۶۵ سلنه اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري او هڅه روانه ده چې پاتې خلک هم له دغې اسانتیا برخهمن شي.
Views: 240
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن