ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېرمن الیزابیت څلور کاله د پاکستان ملکه هم پاتې شوې وه

مېرمن الیزابیت څلور کاله د پاکستان ملکه هم پاتې شوې وه

author avatar
11 Sep 2022 - 08:09
مېرمن الیزابیت څلور کاله د پاکستان ملکه هم پاتې شوې وه
author avatar
11 Sep 2022 - 08:09

اټلانټا (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): یو شمير تاریخ‌پوهان وایي چې د بریتانیا مړه شوې ملکه الیزابیت د څلورو کلونو لپاره د  پاکستان ملکه هم پاتې شوې وه.

د بریتانیا ملکه الیزابیت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه، شاوخوا ۷۰ کاله یې پاچهي وکړه.

په پاکستان کې د سياسي او تاريخي چارو پوهان وايي چې د بریتانیا دوېمه ملکه الیزابیت د پاکستان له ازادېدو وروسته په لومړیو کلونو کې د پاکستان په سياسي او اقتصادي ثبات کې ډېر مهم رول لوبولی دی۔

دوی وایي چې هغې په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې د پاکستان کراچۍ، لاهور او خیبر پښتونخوا ښارونو ته سفرونه هم کړي وو او له ځایي مخورو او قومي مشرانو سره یې لیدلي وو.

د خیبر پښتونخوا مرکز کې د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې استاد ډاکټر محمدزبېر وایي، د پاکستان له جوړېدو وروسته له ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۵۶ کلونو پورې ملکه الېزابیت د قانون له مخې د پاکستان ملکه هم وه؛ ځکه هغه مهال پاکستان اساسي قانون نه درلود.

نوموړي ډیوه راډیو ته ویلي، هغه مهال پاکستان يو نوی هېواد و ، له اقتصادي، سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخ و او له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره یې یوې کلکې ستراتیژۍ ته اړتیا لرله.

ډاکټر زبیر وایي، هغه مهال د پاکستان په بهرنۍ او نورو اقتصادي او سیاسي تګلارو کې ملکې ډېر مهم رول لوبولی و.

د پېښور پوهنتون د تاريخ څانګې استاد ډاکټر الطاف قادر وایي، دا چې پاکستان پخوا د بریتانیا مستعمره و، خو خلکو ترې کرکه لرله، نو ملکې د دې لپاره چې د خلکو په زړونو کې مینه پیدا کړي، خیبر پښتونخوا او نورو ښارونو ته یې سفرونه وکړل.

د نوموړي په وینا، ملکه الیزابیت خیبر ایجنسۍ ته هم تللې وه او له قومي مشرانو سره یې لیدلي وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.