Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې سرپرست وزیر: د لرو سیمو خلک ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره مخالف دي

ترینکوټ (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): د پوهنې سرپرست وزیر وايي، د لرو سیمو اوسېدونکي ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره رضایت نه لري او نه غواړي چې پېغلې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.

مولوي نورالله منیر دا څرګندونې نن د وږي په ۲۰مه، اروزګان ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وکړې.

نوموړي له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په اړه وویل، د لرو سیمو خلک نه غواړي پېغلې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي او د دغه کار مخالفت کوي؛ خو دوی هڅه کوي داسې شرایط برابر کړي چې ټولو ته د منلو وي.

هغه زیاته کړه، د تېرو حکومتونو له خوا دغه ډول کلتوري مسایل په پام کې نه نیول کېدل او همدا د دې لامل شول چې پر وړاندې یې پاڅونونه وشي.

دی وايي، هڅې یې پیل کړې څو ښوونځیو ته د نجونو د تګ په برخه کې داسې شرایط برابر کړي چې ټولو ته د منلو وړ وي او اوسنی حکومت له غبرګونونو سره مخ نه شي.

ده وویل: «د پوهنې وزارت د خلکو له کلتور او عنعناتو سره سم د تعلیم برابرولو هڅې روانې کړې دي.»

وزیر اروزګان ته د خپل سفر په اړه وویل چې موخه یې د دغه ولایت د پوهنې اړوند د تدریسي او اداري چارو لیدنه او ارزونه ده.

هغه زیاته کړه، وزارت هڅه کوي په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې حل کړي او د زده‌کړې بهیر پیاوړی شي.

نوموړي یادونه وکړه، موده مخکې په ټول هېواد کې د ښوونکو د ۷زره بستونو ډکولو لپاره ازموینه واخیستل شوه چې اوس‌مهال پر دندو ګومارل شوي او تدریسي بهیر مخ ته وړي.

هغه وايي، وزارت هڅه کوي چې په اروزګان کې د تېرو جګړو له امله د ویجاړو شوو ښوونځیو ودانۍ ورغوِي، په دې برخه کې یې له یو شمېر مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اروزګان د ښوونځيو او مدرسو زده‌کوونکي د پوهنې له سرپرست وزیر څخه د ښوونکو، کتابونو او ودانیو د نشتوالي ستونزو د حل غوښتنه کوي.

په مرکز ترینکوټ کې د یوې مدرسې زده‌کوونکی عبدالسلام وايي، شاوخوا ۱۵۰۰ زده‌کوونکي په یوې وړې ودانۍ کې په داسې حال کې زده‌کړې کوي چې د څښاک لپاره اوبه نه لري او درسي توکي یې کم دي.

د ملالۍ لېسې د شپږم ټولګي زده‌کوونکې چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، ښځینه ښوونکو یې د پوهنې ریاست له خوا د کلني قرارداد د نه تمدید له امله دندې پرې ایښې دي.

دا زیاتوي، څو ورځې کېږي چې ښوونکې ښوونځي ته نه ورځي او د دوی د زده‌کړو بهیر اغېزمن شوی دی.

هغه له وزیره غواړي چې د ښځینه ښوونکو د قرارداد ستونزه دې حل کړي.

خو تر دې مخکې د اروزګان د پوهنې رییس مولوي حق‌نما د ملالۍ لیسې د ښځینه ښوونکو د قرارداد په برخه کې ستونزې رد کړې دي.

د پوهنې سرپرست وزیر داسې مهال اروزګان ته د خپل سفر پر مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له پرانیستلو سره د لرو سیمو د اوسېدونکو د مخالفت خبره کوي چې وړمه ورځ په پکتیا کې د خلکو او د ښوونځيو د مدیرانو په غوښتنه او ټینګار له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شول.

خو د دغې موضوع له رسنیزې کېدو سره تېره ورځ بېرته دغه ښوونځي وتړل شول چې زده‌کوونکو او ښوونکو یې په غبرګون کې اعتراض هم کړی وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.