کلات (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۱): د زابل مرکز کلات شمال لور ته په ارغنداب ولسوالۍ کې د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د یوه کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کلینیک په یوه پوړ کې د ۳ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې د عامې روغتیا په برخه کې د مرستندویه موسسو له خوا ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه کلینیک به د دوو میاشتو په موده کې جوړ شي چې د ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ به د دوو نورو نږدې ولسوالیو (دایچوپان او خاک افغان) د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې ورسره حل شي.
ده خبر ورکړ چې د کلینیک له جوړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمات پراخ کړي، کلینیک به په روغتون واړوي او تشکیل به یې ډېر کړي چې د جراحي عملیاتو په ګډون به د ټولو داخله ناروغیو د درملنې وړتیا ولري.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې نه یوازې د روغتیا، بلکې په ټولو برخو کې له پامه لوېدلې وه؛ خو اوس خوښ دي چې کلینک ورته جوړېږي.
د یادې ولسوالۍ د سایګز سیمې یوه اوسېدونکي حضرت ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال خلک د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ او اړ دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره شاهجوۍ ولسوالۍ یا مرکز کلات ته بوځي.
هغه زیاتوي، د دغه کلینیک په جوړولو سره به دا ستونزې حل شي؛ خو تمه لري چې د عامې روغتیا ریاست به په دغه روغتون کې مسلکي ډاکټران پر دندو ګوماري او د ناروغانو د درملنې ښه امکانات به برابروي.
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې هم د دوه میلیون افغانیو په لګښت یو کلینیک جوړ شو چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له خوا ورکړل شوې وې.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن