ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپرست حکومت: شپږو هېوادونو ته مو ډیپلوماتان استولي

سرپرست حکومت: شپږو هېوادونو ته مو ډیپلوماتان استولي

author avatar
11 Sep 2022 - 04:14
سرپرست حکومت: شپږو هېوادونو ته مو ډیپلوماتان استولي
author avatar
11 Sep 2022 - 04:14

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د سرپرست حکومت د چارو اداره وایي چې دوی شپږو هېوادونو ته ډیپلوماتان استولي دي.

دغه څرګندونې د سرپرست حکومت د چارو ادارې لوى رياست د پاليسۍ او څارنې مرستيال مولوي سيف‌الدين تايب د وږي په ۱۹مه ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وکړې.

هغه په دغه پروګرام کې د دې ادارې د فعاليتونو او برياليتوبونو په اړه معلومات ورکړل او په حکومتولۍ کې يې دقيقه او رڼه حساب ورکونه يو اصل وباله.

مولوي تایب وويل چې د اسلامي امارت په برياليتوب سره اداري فساد کم شوى او اسلامي امارت د اداري فساد خلاف عملي مبارزه پيل کړې چې ښې پايلې يې لرلې دي.

هغه د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه وويل چې د اقتصادي کمېسيون فرعي کمېټې د اقتصادي حالت په اړه کار کوي او د اقتصادي حالت د بدلون لپاره يې هر اړخيزې طرحې اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړې چې دولتي شرکتونه پياوړي او فعال شي.

د چارو اداري مرستيال د اسلامي امارت د ډيپلوماتانو د استولو په اړه وويل چې د بهرنيو چارو وزارت د وړانديز له مخې، د چين، روسيې، ترکمنستان، ايران، پاکستان او د ترکيې هېوادونو ته د افغانستان د اسلامي امارت له خوا ډيپلوماتان استول شوي دي.

د چارو ادارې مرستيال د اداري اصلاحاتو، د بودجې د لګښت، د عوايدو راټولولو، د پروژو د طرحې او ډيزاين او په بېلابېلو برخو کې د دې ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه هم  معلومات ورکړل.

Visits: 2496

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.