ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د روشن مخابراتي شرکت څانګې وتړل شوې

فراه کې د روشن مخابراتي شرکت څانګې وتړل شوې

author avatar
12 Sep 2022 - 14:54
فراه کې د روشن مخابراتي شرکت څانګې وتړل شوې
author avatar
12 Sep 2022 - 14:54

فراه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د فراه د مخابراتو ریاست وايي، د روشن مخابراتي شرکت څانګې په دغه ولایت کې له ټاکلې بيې په لوړه بیه د سیم‌کارټونو د پلورلو له امله تړل شوې دي.

د دغه ولایت د مخابراتو رییس عبدالمجید ابوذر وویل: «نن په فراه کې د روشن مخابراتي شرکت ټولې نمایندګۍ د سیم‌کارټونو په لوړه بیه پلورلو له امله تړل شوې دي.»

ده زیاته کړه، هیڅ مخابراتي شرکت حق نه لري چې د عادي شمېرو لرونکي سیم‌کارتونه تر ۱۰۰ افغانیو په لوړه بیه وپلوري او تر ۵۰ افغانیو ډېر «جبري کرېډيټ» ورته اضافه کړي.

په فراه کې د پژواک خبريال هڅه وکړه چې په دې اړه په دغه ولایت کې د روشن مخابراتي شبکې د مسوولینو نظر واخلي، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره، هغوی ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

Views: 444

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.