Language

د نړۍوالو بشري مرستو دوام؛ نور ۴۰ میلیون امریکايي ډالر کابل ته راورسېدل

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): مرکزي بانک وايي، د نړۍوالو بشري مرستو د لړۍ د یوې برخې په توګه د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بله نغدي بسته کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک نن (دوشنبه، د وږي ۲۱مه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د مرستندویه هېوادونو د مرستو په دوام کې، د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو یوه بله نغدي بسته کابل ته راورسېده او یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

دغه بانک د نړۍوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له هغوی غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې تعامل او همکاري ولري او په دې برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

په تېرو ۱۲ مياشتو کې له افغانستان سره د دغه ډول مرستو کچه سلګونه میليون ډالرو ته رسېدلې ده.

login or register a new account.