میدانښار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د میدان وردګو د کرنې ریاست وايي، سږ به په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ۱۴۰زره ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال ۹۲زره ټنه و.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر احسانالله بمبیوال پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر کال په میدان وردګو کې د مڼو حاصلات شاوخوا ۹۲ زره ټنه و، سږ اټکل کېږي چې دغه رقم ۱۴۰زره ټنو ته ورسېږي.»
ده زیاته کړه چې سږ په پسرلي کې د مڼو ګل د ږلۍ او بارانونو له امله زیانمن نه شو، نو ځکه د باغونو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
نوموړي دا هم وویل چې حکومت هڅه کوي د هېواد د مېوو لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازار پيدا کړي.
هغه وویل: «دا چې په هېواد کې په زیاته اندازه مڼې په یو وخت کې بازار ته وړاندې کېږي، نو له همدې امله داخلي مارکېټ د دې وړتیا نه لري چې ټول محصول مصرف کړي.»
د یاد ولایت بڼوال هم د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار د نه شتون له امله شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دا ستونزه دې حل کړي.
د میدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ د زېولاتو سیمې اوسېدونکي عزیزالله وویل: «حکومت باید زموږ د باغونو حاصلاتو ته بازار پیدا کړي، ځکه په اوس وخت کې قیمتونه ټیټ دي او که حاصلات مو په دې بیه وپلورو نو خپل مصارف نشو پوره کولای.»
د دغه د مرکز اړوند چارکي سیمې اوسېدونکی رحیمالله وایي، تېر کال د طبيعي افتونو له امله د مڼو حاصلات یې ښه نه و او په وینا يې چې سږ که څه هم وچکالي وه، خو د باغونو حاصلات ډېر شوي دي.
ده هم وویل چې د ولایت په کچه د مڼو لپاره مناسب بازار نشته، نو ځکه دوی اړ وي چې خپل حاصلات د سوداګرو په خوښه وپلوري.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې په یاد ولایت کې دې خلکو ته د باغونو د حاصلاتو ساتنې لپاره په کافي اندازه سړېخونې جوړې کړي، څو خلک وکولای شي چې خپل حاصلات د یوې مودې لپاره پکې وساتي.
دی وایي: «سړېخونې نشته، ځکه خو هر کال زموږ حاصلات د ګاونډیو هېوادنو له خوا د لارو په بندېدو سره خوسا کېږي.»
ميدان وردګ د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی چې د مڼو ډېر باغونه لري او حاصلات يې د هېواد ډېری ولایتونو په ځانګړې توګه کابل، غزني، خوست او کندهار ولایتونو ته صادرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP