فراه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال وايي، په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې ۳ اعشاریه ۵ میلیون کسان پر نشهيي توکو روږدي شوي دي.
د یاد وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عبدالخالق همکار نن (د وږي ۲۱مه) فراه ولایت ته د خپل سفر پرمهال یوې غونډې ته وویل: «په تېرو دوه لسیزو کې په هېواد کې ۳ اعشاریه ۵ میلیون ځوانان په نشه روږدي شوي او دا یوه لویه خساره او ضایعه ده.»
ده زیاته کړه چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهيسې د ۴۷زره روږدو کسانو درملنه شوې او روغ شوي دي.
همکار دغهراز وويل چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې ۴۳زره کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د نشهيي توکو د کرکيلې بدیل معیشت په اړه يې له یو شمېر ایراني موسسو سره خبرې کړې او هغوی ورسره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د یادونې ده چې د روان کال په وري میاشت کې د اسلامي امارت د مشر د یوه فرمان له مخې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کرکيلې، تولید او راکړې ورکړې بنديز ولګېد.
Views: 172
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن