کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په زلزلهځپلو سیمو کې یې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ ګرځنده ټولګي جوړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) په یوه ټویټ کې لیکلي، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلهځپلو ماشومانو لپاره یې درسي ټولګي جوړ کړي دي.
یاد بنسټ زیاته کړې، په جوړو شوو ټولګیو کې ۴زره نجونې او هلکان پر زدهکړو بوخت دي.
د یادونې ده، طبیعي پېښو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان مړه، ۲۶۰ نور ټپيان شوي او له ۱۲زرو ډېر کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن