ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې شیخ‌ زاید د یتیمانو روزنتون د بودجې نشتوالي له امله تړل شوی

کندهار کې شیخ‌ زاید د یتیمانو روزنتون د بودجې نشتوالي له امله تړل شوی

author avatar
13 Sep 2022 - 00:26
کندهار کې شیخ‌ زاید د یتیمانو روزنتون د بودجې نشتوالي له امله تړل شوی
author avatar
13 Sep 2022 - 00:26

[restrict paid=”true”]

کندهار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱) په کندهار کې د شېخ‌زاید روزنتون چې نږدې ۱۱ سوه یتیمو زده‌کوونکو زده‌کړې په کې کولې، تدریسي چارې یې د بودجې نشتوالي له امله درېدلې دي.

شیخ زاید روزنتون په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې فعالیت پیل کړی و چې د متحده عربي اماراتو د بنسټګر شېخ زاید بن ال نهیان د خیریه بنسټ له خوا یې مالي ملاتړ کېده.

د دغه روزنتون مسوولین وایي، له کله راهیسې چې نوی سرپرست حکومت واک ته رسېدلی دغه روزنتون ته بودجه نه ده ورکړل شوې؛ ځکه بانکي سیسټم بند دی او د دوی مرکزي اداره دوی ته پیسې نه شي رالېږلی.

د شیخ زاید روزنتون مشر محمد برات حسین‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روزنتون ته هر کال ۶۵۰ زره ډالر بودجه ورکول کېده او تېر یو کال دوی وکولای شول چې په شته امکاناتو تدریسي چارو ته دوام ورکړي خو سږ کال یې د تعلیمي کال له پيله درولې دي.

ده زیاته کړه، د شېخ زاید خیریه اداره ژمنه ده چې د دغه روزنتون مالي ملاتړ ته دوام ورکړي خو د نړیوالو له خوا پر طالبانو د بندیز له امله دغه پیسې افغانستان ته نه شي رالېږل کېدلای.

دی وایي: «د اسلامي امارت له راتګ سره موږ ته بیا بودیجه نه ده راکړل شوې، مرکزي اداره ژمنه ده چې د دغه مرکز مالي ملاتړ ته دوام ورکړي هغوی هیڅ ستونزه نه لري خو مشکل دا دی چې افغانستان ته پيسې نه شي رالېږل کېدلای.»

حسین خېل وویل، هغه بودیجه چې دوی ته ورکول کېده د ۷۰۰ تنو زده کوونکو لپاره وه خو دوی په همدې بودیجه د شاوخوا ۱۱ سوه زده کوونکو لپاره د درس تر څنګ دوه وخته ډوډۍ، جامې، څپلۍ، روغتیايي کلینک او نور اړین توکې برابرول.

د هغه په وینا، له دې روزنتون څخه په ۱۲ دورو کې ۴۵۶ تنه له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوي وو او دغه کسان اکثره په کانکور ازموینو کې لوړو پوهنځیو ته کامیاب شوي وو.

محمد برات حسین خېل وایي، دا چې شل کاله دغه روزنتون د یوه بل هېواد له خوا مخې ته ولاړ اوس باید تر هغه وخته چې د بودیجې ستونزه حلیږي حکومت او ملي سوداګر د دغه تعلیمي بنسټ په مالي برخه کې همکاري وکړي.

د دغه روزنتون یو تن ښوونکی حکمت الله وایي، دا روزنتون د زون په کچه فعالیت تر سره کاوه، چې د کندهار تر څنګ د زابل، هلمند، اروزګان او غزني ولایتونو ۱۰۵۷ تنو یتیمانو ته زده کړې ورکول کېدلې چې په دوی کې ۲۰۰ تنه لیلیه زده کوونکي وو.

ده وویل، تېر کال د زون په کچه د کانکور اول نمره هم د همدې روزنتون زده کوونکی وو او دغه راز له ۶۷ زده کوونکو څخه یې ۶۵ تنو په کانکور کې لوړو پوهنځیو ته لار موندلې وه.

دی وايي: «په دې روزنتون کې په ډېره لوړه سویه زده کوونکي روزل کېدل، دلته ټول هغه یتیمان وه چې اکثرو يې د غربت له امله وچه ډوډۍ هم نه لرل، د دغه روزنتون د فعاله ساتلو لپاره باید په هره کچه چې وي هڅې وشي.»

د شېخ زاید روزنتون زده کوونکي هم وايي، په دغه روزنتون کې يې په وړیا ډول ډېر څه زده کړي او باید په هیڅ صورت بند نه شي.

یو تن زده کوونکی منیر احمد چې د دغه روزنتون په اووم ټولګي کې دی وايي: «دا روزنتون زموږ لپاره یوازي ښوونځی نه وو بلکې زموږ د کور په څېر وو، هلته خواړه، جامې، درمل او ټول اړین توکې راکول کېده، زه په دې سخت خفه یم، کورنۍ مې د دې وس نه لري چې زه په بل ښوونځي کې زده کړي وکړل ځکه زه د یوې کتابچې پیسې هم نه شم برابرولای.»

د یوه بل یتیم زده کوونکي کاکا محمد اسلم هم وایي، ډېر خواشینی دی چې د یتیمانو کور او روزنتون بند شوی.

د هغه په وینا، دی خپله دومره پیسې نه شي ګټلای چې کور پرې وساتي که چیري یې د یتیمانو د خوړو، جامو او نور درسي توکو پیسې هم پر غاړه شي له سختو ستونزو سره به مخ شي.

ده زیاته کړه: «موږ په کور کې نهه تنه یو، څلور یتیمان مې له غاړي دي، ما فکر کاوه چې دا یو به دلته ښه زده کړي تر سره کړي او د خپلي کورنۍ لپاره د ګټي وټي یوڅوک شي خو اوس ډېر ناامیده شوی یم دا روزنتون باید بند نه شي هره ستونزه چې وي باید مسوولین یې حل کړي.»

بل خوا د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه روزنتون له مسوولینو سره خبري کوي او وروسته به پرېکړه کوي چې دوی په کومه برخه کې همکاري کولای شي.

د شېخ زاید روزنتون دا مهال د ۱۰۵۷ زده کوونکیو تر څنګ ۱۰۴ تنه ښوونکي او اداري پرسونل درلود چې په یاد روزنتون کې یې یتیمان په لوړه کچه روزل.

[/restrict]

Views: 168

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.