ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پاکستان ته د اوسپنې قاچاق په تور درې کسان نیول شوي

هلمند کې پاکستان ته د اوسپنې قاچاق په تور درې کسان نیول شوي

author avatar
13 Sep 2022 - 16:29
هلمند کې پاکستان ته د اوسپنې قاچاق په تور درې کسان نیول شوي
author avatar
13 Sep 2022 - 16:29

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې درې کسان چې پاکستان ته یې په قاچاقي ډول اوسپنه وړله، نیول شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان تېره شپه د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند په کوشته سیمه کې نیول شوي دي.

ده وویل، له یادو کسانو سره په یوه موټر کې بار اوسپنه ترلاسه شوې چې غوښتل یې په قاچاقي ډول پاکستان ته ولېږدوي.

ریاض زیاته کړه چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.