کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند په کارته نو سیمه کې یو مشهور انسان تښتونکی نيولى او يو ماشوم یې ترې ژغورلى دى.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اتمې حوزې د ګزمې پوليسو په سيد نورمحمد شاه مېنه (کارته نو) کې د سياه سنګ په نوم يو مشهور غل، اختطافګر او جنايتکار د يوه ماشوم د تښتولو پرمهال لاس په لاس نيولى دى.»
ده وویل، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوى دى.