ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«PU_AMAI» نړۍوالې مرستندویه موسسې په نورستان کې فعالیت پيل کړ

«PU_AMAI» نړۍوالې مرستندویه موسسې په نورستان کې فعالیت پيل کړ

author avatar
13 Sep 2022 - 15:10
«PU_AMAI» نړۍوالې مرستندویه موسسې په نورستان کې فعالیت پيل کړ
author avatar
13 Sep 2022 - 15:10

پارون (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د PU_AMAI په نوم نړۍوالې مرستندویه موسسې په لومړي ځل نورستان ولایت کې فعالیت پیل کړ.

دغه موسسه چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې فعالیت لري، د جګړو، طبعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله زیانمن شوو وګړو سره روغتیايي مرستې کوي.

د یادې شوې موسسې مسوولې مېرمن جسټینا – چې نورستان ولایت ته یې سفر کړی و – له والي حافظ محمداغا حکیم سره په لیدنه کې وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي د ژوند د نورو اړخونو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، په همدغه اساس غواړي چې خپل فعالیتونه او خدمات یاد ولایت ته وغځوي او له خلکو سره په روغتیايي برخه کې مرستې وکړي.

دا وايي، PU_AMAI نړۍواله مرستندویه موسسه له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعاله ده، خو په نورستان کې په لومړي ځل فعالیت پیلوي.

د دې په خبره، له والي سره په نننۍ ناسته کې یې د روغتیا په برخه کې د یاد ولایت د اوسېدونکو د اړتیاوو پر تشخیص او ورته پر رسېدنې خبرې وکړې.

د نورستان والي حافظ محمداغا حکیم وویل، نورستان پېچلی جغرافیايي جوړښت لري چې ډېر اوسېدونکي یې د ژوند تېرولو لپاره له مالدارۍ پرته بله عایداتي سرچینه نه لري.

هغه زیاته کړه، وروستیو طبیعي پېښو د دغه ولایت خلک سخت ځپلي او د هغوی همدا یوازینۍ عایداتي سرچینه یې سخته زیانمنه کړې چې له امله یې خلک له غربت او نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي د یادې شوې موسسې له مشرې وغوښتل چې د دغه ولایت له اوسېدونکو سره د نورو بشري مرستو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو او امبولانسونو په فعالولو کې هم مرسته وکړي.

د نورستان خلک خوښ دي چې PU_AMAI موسسې په دغه ولایت کې فعالیت پيل کړی دی.

د دغه ولایت یوه مدني فعال بشیراحمد جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نورستان خلک سخت ژوند لري او ډېره برخه ښځې او ماشومان یې پر مالدارۍ او نورو شاقه کارونو بوخت دي؛ که دغه موسسه له دغه ډول خلکو سره مرسته وکړي نو ډېرې ستونزې به یې ورسره کمې شي.

Views: 446

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.