ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

بدخشان کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

author avatar
13 Sep 2022 - 15:07
بدخشان کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
author avatar
13 Sep 2022 - 15:07

فیض اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د بدخشان مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد هوایي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د هغه په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوو «پاسو» موټرو د بدخشان مرکز فیض‌اباد هوايي ډګر ته نږدې ساحه کې ټکر وکړ چې په پایله کې یې ۴ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي د پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټرچلوونکو بې‌پروايي او تېز تګ بللی او ویلي یې دي چې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.