[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په تازه نښتو کې د دواړو لورو لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادو هېوادونو د دفاع وزارتونه وايي چې جګړه وړمه شپه د لانجمنې سیمې ناګورنو – قرهباغ ته نږدې شوې او لسګونه سرتېري په کې وژل شوي دي.
د امریکا غږ د خبر له مخې، د ارمنستان یا ارمنیا د دفاع وزیر نیکول پشینان ویلي چې ۴۹ سرتېري یې وژل شوي او دا د ناګورنو – قرهباغ پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له پيله راهیسې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
د یادونې ده، په ۲۰۲۰ کې د ناګورنا – قرهباغ په جګړه کې – چې شاوخوا شپږ اوونۍ روانه وه – ۶۵۰۰ کسان ووژل شول.
ارمنستان وايي چې د اذربایجان ځواکونو له نیمې شپه لږ وروسته «د ګوریس او جرموک» ښارونو په اوږدو کې د ارمینیا پر پوځي پوستو د توپونو او نورو درنو وسلو ډزې پيل کړې.
خو د اذربایجان د دفاع وزارت ارمینیا په سرحد کې د داشکسان ولسوالۍ، کلباجار او لاچین په سیمو کې «په لویو ورانکارو اقداماتو» تورنه کړې او وايي چې «ځواکونه یې تر بریدونو لاندې» راغلي دي.
ارمینیا وايي چې د اذربایجیان ځواکونه یې په خاورو کې د وړاندې تک هڅه کوي.
اذربایجیان د دفاع وزارت هم وايي چې په جګړې کې یې سرتېري وژل شوي خو دقیق شمېر یې نه ښيي. وايي ځواکونو یې د ارمینیا پاروونکو اقداماتو ته ځواب ویلی دی.
بلخوا د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، له ملګرو ملتونو به وغواړي چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د شخړې په اړه بحث وکړي.
ترکیې په ۲۰۲۰ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه کې د اذربایجان ننګه وکړه او بې پیلوټه الوتکې یې هم ورکړې چې بیا په ناګورنو – قره باغ کې یې ځینې سیمې هم بېرته ونیولې.
له تازه جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې روانې خبرې له خطر سره مخ شوې دي؛ تازه نښتې همدغه راز د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د بیا پخلاینې ممکنه تړون هم له خطر سره مخ کړی.
دا دواړو ګاونډیانو د ناګورنو – قرهباغ د ملکیت پر سر دوه ځلې جګړې کړې چې لومړی یې په ۱۹۹۰ کال کې او دویمه یې په ۲۰۲۰ کې وه. له وروستۍ جګړې وروسته روسیې ۲۰۰۰ ځواکونه سیمې ته واستول چې وضعیت وڅاري، ایران له دواړو هېوادونو سره سرحد لري او په سولهییز ډول د شخړې د هواري غوښتنه یې کړې ده.
[/restrict]
Views: 188
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن