مهترلام (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د لغمان د کډوالو چارو ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر مرکز مهترلام سربېره په پنځو ولسوالیو کې د ۱۸ پروژو کارونه پيل شول او ۱۳۲۵ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.
د یاد ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي غلامرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژې پر مهترلام سربېره، په پنځو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یوایناېچسيار) په مالي لګښت پلې کېږي.
ده زیاته کړه چې په دې پروژو کې د ویالو پاکول، د سړکونو ترمیم او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
بلال وویل چې په دغو پروژو کې ۱۳۲۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او چارې به یې په شاوخوا یوه میاشت کې بشپړې شي.
هغه دغهراز وویل چې هر کارګر ته به د ورځې پنځه امریکايي ډالر مزد ورکول کېږي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن