کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وايي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ لپاره د صندوق جوړول او بل هېواد ته یې لېږد «له نړۍوالو مالياتي قوانینو او معیارونو» سره په ټکر کې دی، د افغانیو ارزښت کموي او د افغانستان بانکي او سوداګریزې چارې نورې هم ستونزمنوي.
د امریکا متحده ایالتونو د تېر کال په زمري میاشت کې د افغانستان جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته - چې ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو - د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني کنګل کړه.
د راپورونو له مخې، د کنګل شوې شتمنۍ ۷ میلیارد ډالر په امریکا او پاتې نور یې په نورو اروپایي هېوادونو کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته - چې په سویس هېواد کې دی - سپاري، د دې شتمنۍ لګولو واک به له یوې «تضمین کوونکي بورډ» سره وي او په دغه بورډ کې د امریکا د حکومت یو استازی، د سویس حکومت یو استازی او همداراز دوه افغان اقتصادي کارپوهان شامل دي.
د راپورونو له مخې، یاد بورډ به پرېکړه کوي چې دا شتمني د کومو موخو لپاره لګول کېدای شي، خو په ټوله کې یې موخه دا ده چې د عامو افغانانو بشري لاسنیوی وشي او د افغان دولت نړۍوال پورونه پرې شي.
خو د اقتصادي چارو شنوونکي محبالله شریف پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پرېکړه له نړۍوالو مالياتي قوانینو او معیارونو سره په ټکر کې ده او په کار دا ده چې دغه پېسې بېرته افغانستان ته وسپارل شي.
دی وايي: «که امریکا په دغه کار سره غواړي طالبانو ته جزا ورکړي، خو په اصل کې دا افغانانو ته جزا ورکول دي؛ ځکه چې دا کنګل شوې شتمني ولس پورې تړلې ده، خو [امریکا] سرزوري کوي او غواړي چې خپل فشارونه وساتي.»
هغه زیاته کړه چې د شتمنیو لپاره د صندوق جوړولو سره به یوازې امریکا له ملامتیا ځان وباسي، نور د افغانانو درد نه شي دوا کولی، ځکه چې د افغانستان سوداګري او بانکي سیستمونه به نور هم له ستونزو سره مخ کړي.
شریف زیاتوي: «زما ویره دا ده چې اوس (د یاد صندوق له جوړېدو سره) به د افغانیو کوم ارزښت چې ساتل شوی، دا به هم راټیټ شي او هېواد ته د نغدو پیسې راتګ به هم سخت شي.»
د اسد مبارز په نوم د اقتصادي چارو لیکوال پر خپلې فسبوکپاڼې لیکلي: «زه باور لرم چې په سیمه کې د افغانۍ د ثبات یو له ډېرو دلیلونو د ملي ذخایرو کنګل پاتې کېدل دي، کیدای شي ځیني ملګري ما سره په دې دلیل کې ډېر موافق نه وي، خو زه باوري یم چې که دا پیسې کنګل نه وای پاتې شوې، نو اوس به له نیمایي ډېره برخه یې د افغانۍ د ثبات په خاطر صرافانو ته عرضه او نورو هېوادونو ته به په مختلفو لارو قاچاق شوې وې، خو اوس چې نیمایي برخه یې د سویس بانک ته ورکول کېږي، زه ورته په څو دلیلونو خواشینی یم.»
د ده په وینا، د خواشینۍ لومړی دلیل یې دا دی چې دا پیسې بیا د انجیوګانو او مختلفو نورو ادارو له لوري د بشري مرستو په نوم مصرفېږي چې د شفافیت چانس په کې صفر دی او بشري ناورین او فقر کمولو برخه کې یې اغېز ناشونی دی.
د هغه په اند، د خواشینۍ دویم دلیل یې دا دی چې یاد اقدام افغانۍ بې ثباته کوي؛ ځکه چې د پشتوانې په مصرف کېدو سره ارزښت بایلي او ورسره د توکو بیې لوړېږي.
هغه زیاته کړه، د پیاوړې ډيپلوماسۍ، د ښځو او لږګیو د حقونو په تامین، د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو او د ټولګډون حکومت په رامنځته کېدو سره به نه یوازې کنګل شوې پیسې راخوشې شي، بلکې د مشروعیت او رسمیت پېژندنې برخه کې هم مرسته کولای شي.
د یادونې ده چې د افغانستان بانک پرون پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي و چې د افغانستان بانک په نامرتبطو برخو کې د یادې کنګل شوې شتمنۍ د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر ډول پرېکړه د نه منلو وړ ګڼي او غواړي چې په دې اړه له سره غور وشي.
دغهراز د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم په دې اړه پرون پژواک ته وویل: «دا د افغانانو حق دی او دا د افغانستان د اقتصاد پشتوانه پیسې دي، دا باید له قید او شرط پرته ټولې راخوشې شي، نه دا چې کوم شروط په کې وضعه شوې وي او د دغو پیسو کنګل کولو لپاره هیڅ منطقي او قانوني توجیه نشته.»
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د سلواغې په ۲۲مه، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ وېشلو اجرايي فرمان صادر کړی و. د دغه فرمان له مخې، په امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالر کنګل شوې شتمني پر دوو مساوي برخو وېشل شوې وه او ویل شوي وو چې نیمه برخه (۳ اعشاریه ۵ میلیارد ډالر) افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لپاره ورکړل شي او پاتې برخه د دې لپاره په امریکا کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د ځینو قربانیانو کورونیو ته د غرامت په ډول د ورکړې قضیه روانه ده.
خو د روان کال د زمري په ۲۶مه، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو یو شمېر کورنیو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشره وغوښتل چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دوی ته ورکول کېدونکي ۳،۵ میلیارد ډالر د افغانانو حق دی او هغوی ته دې ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP