کلات (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې یې زر جریبه کرنیزه ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، د امنیه قوماندان په مشرۍ یوه پلاوي نن ښار صفا ولسوالۍ ته سفر وکړ او په دوښابند سیمه کې یې زر جریبه کرنیزه ځمکه له غاصبانو را وګرځوله.
هغه زیاته کړه، وار له مخه غاصبانو ته خبر ورکړل شوی و څو غصب شوې دولتي ځمکې پرېږدي، خو هغوی ورته توجه ونکړه چې بالاخره امنیتي چارواکي اړ شول دغې ولسوالۍ ته لاړ شي او غصب شوې ځمکې له غصبه خلاصې کړي.
دی وايي، په ټولیز ډول زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه او د خلکو له خوا ور باندې کېندل شوې برمې له منځه یووړل شوې.
د زابل د اوبو لګولو، کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد هم پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز کلات او ولسوالیو کې د دغه ریاست اړوند زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې او هڅه کوي د امنیتي ځواک په مرسته یې له غصبه خلاصه کړي.
هغه زیاته کړه، نن په دغه لړ کې په ښار صفا کې د دغه ریاست زر جریبه کرنیزه ځمکه له غصبه خلاصه شوه.
د ښار صفا ولسوال مولوي نذیر حمزه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېر یوه کال کې یې یوازې په دې ولسوالۍ کې له ۱۰۰زره جریبه ډېره ځمکه له غصبه راګرځولې چې خلکو شخصي ګټه ترې اخیستله.
ده خبرداری ورکړ، که څوک د دولتي ځمکو د غصب هڅه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
Views: 149
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن