اسعداباد (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): کونړ کې روغتيايي سرچينې وايي، تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز اسعداباد له ولایتي روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی دی.
د کونړ ولایتي روغتون سرپرست ډاکټر مولاداد پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ زموږ روغتون ته له نرنګ ولسوالۍ یوه مېرمن د ولادت په موخه راغلې وه خو له ولادت وروسته يې ماشوم د ماشومانو له واټ څخه غلا شوی دی.»
ده زیاته کړه چې د یادې مېرمنې ولادت د جراحي عملیاتو له لارې شوی او د مور او ماشوم دواړو روغتيايي وضعیت ښه و.
مولاداد دغه راز وویل چې د پېښې له خبرېدو سمدستي وروسته يې امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړی دی.
په ورته مهال د غلا شوي ماشوم پلار شېرزمان پژواک ته وویل چې پرون يې له ولایتي روغتونه نوی زېږېدلی زوی غلان شوی دی.
ده زیاته کړه: «پرون شاوخوا دوه نیمې بجې وې چې زما د مېرمنې د عملیاتو له لارې ماشوم (هلک) پیدا شو، زما له مېرمنې سره د بستر په واټ کې پایواز هم موجود و، هغې ويل چې یوه ښځه چې په واټ کې ګرځېده، زموږ ماشوم يې په دې نوم اخیستی چې ګواکې ماشوم ته خوږ چای ورکوم او همداسې یې ترې وړی دی.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن