کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱) په کندهار کې نن د کندهار ښار او ولسوالیو د ۴۰ کرکټ کلبونو تر منځ د انټرکلیب سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن د کندهار ښاروالۍ او ماهر افغان کلبونو تر منځ تر سره شوه چې د کندهار ښاروالۍ د لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د کندهار د کرکټ آمر محمد رفیع باسیل د دغو سیالیو د پیل پر مهال وویل، دا سیالۍ به یوه میاشت دوام ولري او په دوه پړاوه کې تر سره کېږي. په لومړي پړاو کې هره لوبډله څلور لوبې کوي او اته کلبونه به دوهم پړاو ته لاره پیدا کوي.
ده زیاته کړه: «دا انټرکلب سیالۍ دي چې د لوبغاړو د استعدادونو د ښکاره کولو لپاره په ټول افغانستان کې تر سره کېږي، دلته کندهار کې مو هم پيل کړي تر څو تکړه لوبغاړي انتخاب کړو او هغوی بیا ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.»
لوبغاړي هم وایي خوښ دي چې د انټرکلب په سیالیو کې ګډون کوي او په دې سره به وکولای شي هغه وړتیاوې چې لري یې، ښکاره کړي.
یو لوبغاړی جمعه خان وایي، ټول کال یې دغو سیالیو ته خواري کښلې ده او ټول لوبغاړي په دې هڅه کې دي چې له ځانه ښه وړتیا وښيي تر څو دوهم پړاو او بیا ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړي.
ده وویل: «موږ په کندهار کې ښه استعدادونه لرو خو خبره د موقع ورکولو ده، نو دا سیالۍ د لوبغاړو لپاره ښه موقع ده چې خپله استعدادونه وښيي.»
یو بل لوبغاړی نعمت الله وایي، په تېرو کلونو کې یې هم د ورته سیالیو لپاره ښه تمرین کړی وو خو موقع نه وه ورکړل شوې.
ده وویل: «اوس مهال موږ ته ډېره ښه موقع په لاس راغلې، موږ کولای شو چې له دې موقع څخه ښه استفاده وکړو تر څو اول او دوهم ګرېډ ته لاره پیدا کړو.»
د کندهار د کرکټ ادارې مسوولین وایي، دا مهال په کندهار کې زرګونه ځوانان په کرکټ بوخت دي خو له دوی سره ثبت کسان شپږ سوه ته رسیږي.
د کرکټ لوبغاړي هم وایي، دلته باید لوبغاړو ته پاملرنه زیاته شي ترڅو پټ استعداونه راپورته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP