ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې لاریون‌کوونکو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړه

کابل کې لاریون‌کوونکو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړه

author avatar
17 Sep 2022 - 15:11
کابل کې لاریون‌کوونکو د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړه
author avatar
17 Sep 2022 - 15:11

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): په کابل کې نن سلګونو کسانو لاریون وکړ او له امریکا یې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي.

دغه‌راز لاریون‌کوونکو د بشري حقونو له نړۍوالو ادارو دا هم وغوښتل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي جرمونه وڅېړي او هغوی محاکمې ته راکش کړي.

لاریون‌والو «امریکا دې ژر تر ژره د افغانانو ۹ میلیارډه کنګل شوې شتمني ازاده کړي»، «امریکا او انګلستان په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي»، «ملګري ملتونه دې د بریتانیا پوځي افسران د جنګي جرمونو په تور محاکمه کړي»، «امریکا د ۹ میلیارده شتمنۍ په کنګل کولو افغان ماشومان له اقتصادي پلوه وژني» شعارونه ورکول او له ځانونو سره یې لېږدول.

هغوی غوښتنه کوله چې کنګل شوې پیسې د افغانانو حق دی او ټولې دې افغانستان ته و سپارل شي.

د لاریون‌کوونکو له ډلې مدثر پژواک خبري اژانس ته وویل، کنګل شوې شتمني د افغانانو حق دی او باید د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي، نه د سویس بانکونو ته.

هغه زیاته کړه چې نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو نړۍواله اداره دې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د شوو بشري جنایتونو پلټنه وکړي او هغوی دې محاکمه کړي.

همدارنګه بل لاریون‌کوونکي نجیب‌الله پژواک اژانس ته وویل چې امریکا په خپلو بندیزونو په افغانستان کې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه له دغه هېواده وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي، ځکه افغانان په فقر او بې‌وزلۍ کې ژوند تېروي.

دغه‌راز یو شمېر نورو لاریون‌کوونکو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړۍوالو ادارو غوښتنه کوله څو  په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا د ځواکونو له لوري د شوو بشري جنایتونو  پلټنه وکړي او هغوی دې محاکمه کړي.

د امریکا متحده ایالتونو د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د افغانستان جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته – چې ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو –  د افغانستان څه باندې نهه میلیارده امریکایي ډالر شتمني کنګل کړه.

د راپورونو له مخې، د کنګل شوې شتمنۍ ۷ میلیارد ډالر په امریکا او پاتې نور یې د نورو اروپایي هېوادونو په بانکونو کې دي.

په کابل کې دغه لاریون داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نیم میلیارد ډالر به د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته وسپاري چې په سویس هېواد کې دی.

Views: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.