Language

کندهار کې د شېخ زاید روزنتون درېدلې تدریسي چارې بېرته پیل شوې

کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): په کندهار کې د شېخ زاید روزنتون تدریسي چارې له لس ورځې ځنډ وروسته نن د وږي په ۲۶مه، بېرته پيل شوې.

دغه روزنتون - چې نږدې ۱۱۰۰ یتیمان زده‌کړې په کې کوي - د بودجې خلاصېدو له امله تړل شوی و.

د روزنتون مسوولینو څو ورځې مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د اوسني سرپرست حکومت له راتلو وروسته دغه روزنتون ته بودجه نه ده ورکړل شوې، ځکه د بانکي محدودیتونو له امله شېخ زاید خیریه ټولنه دوی ته پیسې نه شي لېږلای.

خو اړوندو مسوولینو نن د دې ستونزې د حل خبر ورکړ.

د شېخ زاید روزنتون مشر محمدبرات حسین‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل، له مرکزي ادارې سره له پرله‌پسې اړیکو وروسته وتوانېد چې د بودجې د لېږد لپاره خوندي لار پيدا او تدریسی چارې د پخوا په څېر بېرته پیل کړي.

ده زیاته کړه: «موږ نن خپل تدریس یو ځل بیا پیل کړ او ډېر د شکر ځای دی چې د یوه کال بشپړه بودجه ۶۵۰زره امریکايي ډالر دغه روزنتون ته ورکړل شوه، د زده‌کوونکو درسونه او نور ټول امتیازات به په عادي ډول جریان ولري او ستونزه دایمي حل شوې ده.»

دی وايي، د بودجې نشتوالي له امله اړ شول چې د روان زېږدیز کال په فبروري میاشت کې پر زده‌کوونکو ډوډۍ قطع کړي او بیا د ښوونیز کال له پیل سره اړ شول خپلې تدریسي چارې هم ودروي.

د ده په خبره، دغه اندازه بودجه چې دوی ته هر کال ورکول کېږي، د ۷۰۰ یتیمو زده‌کوونکو لپاره ده، خو دوی پر همدې بودجه د شاوخوا ۱۱۰۰ زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې ترڅنګ دوه وخته ډوډۍ، جامې، څپلۍ، روغتیايي خدمات او نور برابروي.

هغه وویل، له دغه روزنتون څخه تر دې مهاله په ۱۲ دورو کې ۴۵۶ کسان له دوولسم ټولګي فارغ او د کانکور په ازموینو کې لوړو پوهنځیو ته بریالي شوي دي.

حسین‌خېل وايي، دغه روزنتون د سوېلي زون په کچه فعالیت کوي چې د کندهار ترڅنګ د زابل، هلمند، اروزګان او غزني ولایتونو ۱۰۵۷ یتیمان زده‌کړې په کې کوي چې ۲۰۰ کسانو ته یې د لیلیې امکانات هم برابر شوي دي.

زده‌کوونکي هم خوښ دي چې درسونه یې یو ځل بیا پيل شوي او روزنتون یې له بندېدو وژغورل شو.

د مزمل احمد په نوم یوه یتیم زده‌کوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ ډېر خوابدي وو چې روزنتون مو بند شو، ځکه کورنۍ مې دومره وس نه درلود چې ما په بل ښوونځي کې شامل کړي، کتابونه او کتابچې راته رانیسي.»

یو بل زده‌کوونکی نویداحمد چې په لسم ټولګي کې زده‌کړې کوي وايي، دغه روزنتون د یتیمو زده‌کوونکو لپاره د کور حیثیت لري چې د زده‌کړې ترڅنګ یې د خوراک او پوښاک اړتیاوې هم پوره کېږي.

هغه پژواک ته وویل، د روزنتون له بندېدو سره یې داسې فکر کاوه لکه خپل کور چې یې له لاسه ورکړی وي.

د یاد روزنتون یو ښوونکی احمد وايي، دا چې د روزنتون د بندېدو ستونزه حل شوې، یتیم زده‌کوونکي ډېر خوشحاله دي؛ ځکه د زده‌کړې ترڅنګ د هغوی نورو اړتیاوو ته هم رسېدنه کوي.

ده زیاته کړه: «شېخ زاید روزنتون په حقیقت کې د یتیمانو لپاره د لاسنیوي لوی مرکز دی، که دا روزنتون بند شوی وای نو د ډېرو یتیمانو راتلونکی به خراب شوی وای.»

شېخ زاید روزنتون په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې په کندهار کې فعالیت پیل کړی چې د متحده عربي اماراتو د بنسټګر شېخ زاید بن ال‌نهیان خیریه بنسټ له خوا یې مالي ملاتړ کېږي.